شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeټولنیزسوانح | رحمت پټان 

سوانح | رحمت پټان 

د انګلستان پاچا د پنځم جارج د تخت د کېناستلو نه مخکې یو وخت امیر البحر مقرر شو، د هغه ځای قاعده ده چې هر نوي آمر کومې ادارې ته ورشي، نو ړومبی څو ورځې خاص د دغه ادارې دفترونه ګوري، ځان پرې بلدوي او وروسته په کار شروع کوي. پنځم جارج چې کوم وخت د یو مامور سوانحو دفتر ګوري، د یو سړي د سوانحو پاڼې یې ولوستلې، پخوا چې څومره آمران په هغه تېر شوي وو، ټولو په سرو قلمونو په دغه پاڼو کې د دغه شخص بیکاري او بد اخلاقي لیکلې وه.
جارج دغه سړی راوغوښت او د ده د سوانحو پاڼې یې ورښکاره کړې چې دغه ستا امرینو ستا په باب دا یاداشتونه پرېښي دي، مګر زه نه غواړم چې ستا د سوانحو پاڼې په بدعملۍ او بداخلاقۍ ډکې وي، زه غواړم چې تۀ یو کاري اخلاقي سړی شې! دغه دی زه ستا په مخکې ستا د سوانحو پخوانۍ لایحه شکوم، دده د سوانحو لایحه یې وشکوله، دریاب ته یې واچوله، د دې ورځې څخه سوانح بیا له سره څخه لیکل کېږي، اوس ته پوره اختیار لرې چې د خپلو سوانحو په لایحو کې د هر شي په لیکلو راضې اوسې، هغه به ولیکل شي!!
وایي چې ددې واقعې څخه ددغه سړي په ژوند داسې
عمیق اثر ولوېد چې تر دې وروسته هغه بېخي بل سړی شو او ښه ښه خدمتونه خپل هیواد ته وکړل.
د انګستان جارج له دې کار څخه مونږ ډېر څه زده کولای شو، تاسو هم کولای شئ خپلو همکارانو او کارکوونکو ته نوی روح او ساه په دې ډول ورکړئ، دوی وبښئ، تشویق یې کړئ، غلطئ یې ورته وښیئ بیا یې وبښئ.
هر انسان کولای شي، د ژوندې تورې او خرابې خاطرې او کیسې هېرې کړي، تاسو یې هم هېرې کړﺉ، ویشکوئ، له دماغو څخه یې وباسئ. سوانح او ژوند مو د نورو غوندې له خوندورو کیسو، خاطرو، عملونو، کارونو څخه ټک کړئ.
که چا تر اوسه بد عملونه او کارونه کول، اوس وچت شئ، تېر هېر کړئ، توبه وباسئ، له نوې، قوي او اخلاقي انرژي سره کار او ژوند پیل کړئ، تاسو بیا وګورئ، چې ژوند مو څومره خوندور کېږي، خپل هیواد ته ژمن، متحد او وفاداره ووسېږئ. ښه کار لپاره هېڅ وخت ناوخته نه ده، ملا وتړئ کار او عمل وکړئ.
رب ډېر ـ ـ ـ لوی او مهربانه ده، حتا دومره مهربانه دی، چې انسان هغومره تصور او فکر هم نشي کولای، نو بیا ولې وخت ضایع کوئ، وچت شه، سوانح مو له ښو اخلاقو، عملونو او کارونو څخه ټکې کړئ. تاسو به یو ښه او عالي تاریخ او سوانح ولرئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب