شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهمجروح: افغانستان کې د تورفنګس ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي

مجروح: افغانستان کې د تورفنګس ناروغۍ پېښې په زیاتېدو دي

تاند (شنبه د سرطان ۱۲) د افغانستان د عامې روغتیا وزارت سرپرست وايي، د کورونا ویروس ناروغانو کې د  ناروغۍ پېښې د پراخېدو په حال کې دي.

ډاکتر وحید مجروح اندېښنه ښودلې که چیري احتیاطي او روغتیايي تدابیر مراعت نه شي د کورونا ویروس مثبتې پېښې به نورې هم پراخې شي.

ښاغلي مجروح زیاته کړې، «د کووېډ له اصلي تراژیدي/مُصیبت څخه مو خلاصون نه دی موندلی له بلې تراژیدۍ/مُصیبت سره مخ شو، د کووېډ -١٩ ناروغانو کې د تور فنګس پېښې بدبختانه مخ پر ډېرېدو دي.»

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې د تورفنګس لومړۍ پېښه څو ورځې وړاندې په کابل کې ثبت شوې وه. تبه، ټوخى، خوا ګرځېدل، پر خولې او پوزه تورې لکې او زړه بد والی د دې ناروغۍ عامې نښې دي او په کورونا ویروس ډېری اخته کسان د دې ناروغۍ سره په ګواښ کې دي.

وحید مجروح د کورونا پېښو زیاتېدو ته په اشارې ویلي چې مخه یې یوازې د اکسېجن په تولید سره نه نیول کیږي او له خلکو یې غوښتي چې خپلې روغتیا ته ډېره پاملرنه وکړي او په دې ډول له دوی سره همکاري وکړي.

ښاغلی مجروع وايي تر دا مهاله په افغانستان کې د کورونا ویروس ضد واکسین شاوخوا یو میلیون ډوزه تطبیق شوي او په وینا یې په راتلونکې اونۍ کې به له امریکا څخه د جانسن – جانسن واکسین شاوخوا ١.۵ ملیونه ډوزه هم افغانستان ته را ورسیږي.

هغه زیاته کړې چې د جولای میاشتې په اوږدو کې به افغانستان د (کواکس) ادارې له خوا د هندوستان استرازینکا واکسین شاوخوا ۵٠٠ زره ډوزه هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د رسمي شمېرو له مخې په دې هېواد کې د کورونا ویروس د ټولو پېښو شمېر ۱۲۳۴۶۳ او له دغه ویروس څخه د ټولو مړو شویو کسانو شمېر ۵۱۰۷ ته رسېدلی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب