تاند (شنبه د سرطان ۱۲) د افغانستان علماوو سرتاسري شورا په دې هېواد کې وروستي وضعیت ته په کتو له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ اعلان کړ او روانه جګړه یې یو ځل بیا ناروا وبلله.
د دغې شورا سرپرست مولوي سردار ځدران د شنبې په ورځ کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د یوه پرېکړه لیک په خپرولو سره وویل چې ښکیلې خواوې باید ژر تر ژره روانه جګړه پای ته ورسوي.
ښاغلي ځدران پر طالبانو غږ وکړ چې د اسلام او جهاد په نوم روانه جګړه دې ختمه او اسلام دې نه بدناموي.
نوموړي زیاته کړه، «د دواړو اړخونو په ځانګړې توګه له طالبانو غوښتنه دا ده چې نور باید د اسلام او جهاد په نوم دغه جګړه ودرول شي، باید نوره د اسلام د بدنامولو هڅه ونه شي، جګړه د حل لاره نه ده او په تېرو شلو کلونو کې دا ثابته هم شوه، او په راتلونکي کې به هم هغه هدف چې یا یې طالبان لري او یا یې ولس لري په دې پوه شي د جګړې له لارې یې هغه هدف نه شي رسېدلی.»
مولوي سردار ځدران ټینګار وکړ چې ټول افغان عالمان دې د سولې پروسه کې خپله ونډه لا ګړندۍ کړي.
د افغانستان د علماوو شورا په داسې وخت کې له افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ اعلانوي چې په اکثرو ولایتونو کې دا مهال نښتې روانې دي، او هره ورځ د سختو وسله والو نښتو او مرګ ژوبلې راپورونه ورکول کيږي.
په ولایتونو کې د جګړو د زیاتوالي سره سم په دې وروستیو کې یو شمېر ولسي خلکو او پخوانیو جهادي قوماندانانو او رهبرانو د طالبانو پر وړاندې د جګړې اعلان کړی او له افغان ځواکونو يې ملاتړ اعلان کړی دی.
د افغانستان د علماوو سرتاسري شورا همدارنګه په نننۍ غونډه کې په دې هيواد روانه جګړه ناروا او ورور وژنه وبلله او د هر څه ژر پای ته رسېدو غوښتنه يې وکړه.
له دې وړاندې هم د افغانستان د علماوو ترڅنګ د ګڼو اسلامي هيوادونو علماوو د افغانستان جګړه ناروا بللې او د تاوتریخوالي د پای ته رسېدو غوښتنه يې کړې ده.
خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي راډېو ویلي چې دوی سولې ته لیوالتیا لري ځکه يې د خبرو لپاره مذاکراتي ټيم ټاکلی دی.
نوموړي زیاته کړې د هغو افغان علماوو خبرې ورته ارزښت نه لري چې وړاندې یې هم د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو په اړه غبرګونونه نه ښودل او د بهرنیو ځواکونو پاتې کېدل يې غوښتل.