چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهبلخ کې ځینو هېوادونو خپلې قونسلګرۍ وتړلې

بلخ کې ځینو هېوادونو خپلې قونسلګرۍ وتړلې

تاند (شنبه د سرطان ۱۲) د بلخ ولایت ځايي چارواکي وايي چې په مزار شریف ښار کې د یو شمېر هېوادونو قونسلګرۍ یا بندې شوي او یا یې خپل فعالیت محدود کړی دی.

د بلخ والي فرهاد عظیمي نن شنبه خبریالانو ته وویل چې د ترکیې قونسلګري کابل او د روسیې قونسلګري د حیرتان بندر او ترمز ښارګوټي ترمنځ سیمې ته انتقال شوي دي.

د ښاغلي عظیمي په خبره، د ایران قونسلګري د تهران د خپلې پالیسۍ او پرېکړې پر اساس خپل جګپوړي ډیپلوماتان له مزارشریف ښار اېستلي او یوازې د ټیټې کچې کار کوونکي یې پاتې دي.

خو یوې امنیتي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې د قونسلګري له فرهنګي اتشې پرته نور ټول ایراني ډيپلوماتان له مزار شریف څخه وتلي دي.

د یادو شوېو هېوادونو چارواکو چې په بلخ کې یې خپلې قونسګرۍ تړلي، تراوسه په دې هکله نظر نه دی څرګند کړی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب