Homeخبرونهامنیتي ستونزې؛ کندهار کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښي

امنیتي ستونزې؛ کندهار کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو خپلې دندې پریښي

تاند (شنبه د سرطان ۱۲) په کندهار کې د نی یا د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره وايي، په دغه ولایت کې تر لسو زیاتو ښځینه خبریالانو د تهدیدونو له امله خپلې دندې پریښي دي.

اريا رحمت کندهار کې د يوې خصوصي راډيو د ټولنیزو خپرونو پروډیوسره ده وایي، د ناامنۍ ترڅنګ کلتوري محدويتونه او د ښځینه خبریالانو د کار او فعالیت پر وړاندې د یو شمېر خلکو منفي لیدلوری د دوی د کار پر وړاندې لوی خنډونه دي.

آغلې رحمت زیاتوي، «دلته زموږ خلک يو داسې ذهنیت لرې، که چېرې يوه خبرياله وې، مثلا د ټلوېزيون پر پرده کار کوې يا د راډيو د لارې کار کوې، بیا هم دوی خراب نوم ورباندې ږدې، هغوي خو وایې، چې خبريال د ټولنې د ذهنيت خرابوونکی دئ، خو زموږ خلک چې ووینې يوه انجلۍ په راډيو کې کار کوې، يا د تلوېزيون پر صفحه راغلې بېلابيل نومونه ورباندې ږدې چې هغه نومونه تاسو ټولو ته معلوم دي.»

نجیبه او مرینا فناهي بیا وايي، اقتصادي ستونزې، د خبریالانو پر وړاندې شته تهدیدونه او د هغوی نامعلوم راتلونکی د دې لامل شوی چې یو شمېر ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي.

دوی په اداراتو کې د منظم معاش نه درلودل، ښځينه کارکوونکو ته صلاحيتونه نه ورکول، د امنيت نه شتون او اقتصادې ستونزې هغه لاملونه بولي چې ښځینه خبریالانې یې دندو پرېښودو ته اړ کړي دي.

ورته مهال کندهار کې د نی يا د ازادو رسنيو د ملاتړ ادارې مشر عبدالسميع غيرتمل وایي، د خبریالانو پر وړاندې وروستیو تهدیدونو په ځانګړي توګه په ننګرهار کې د ښځینه خبریالانو د وژل کېدو پېښې د دې لامل شوې چې دغه ولایت کې تر لسو زیاتې ښځینه خبریالانې خپلې دندې پریږدي.

نوموړی زیاتوي، په کندهار کې له ۳۰-۴۰ ښځینه خبریالانې او پروډیوسرانې په کار بوختې وې، خو وروستۍ پېښې د دې لامل شوې چې تر لسو ډېرو هغو یې خپلې دندې پرېښودې.

د ښاغلي غیرتمل په خبره، په ټولیز ډول کندهار کې د خبریالانو پر وړاندي تهدیدونه د دې لامل شول چې هغوی کاري ساحې ته ولاړې نه شي او یا هم له هېواده بهر او نورو ولایتونو کې ځانونه خوندي کړي.

په افغانستان کې د خبریالانو د ملاتړ بنسټونه تېرکال د افغان خبریالانو لپاره خونړۍ بولي او وايي چې شااوخوا ۱۳ خبریالان په افغانستان کې د هدفي وژنو په بېلابېلو پېښو کې یو په بل پسې ووژل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...