Homeخبرونهد افغانستان برېښنا شرکت له خلکو د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې...

د افغانستان برېښنا شرکت له خلکو د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې غوښتي

تاند (شنبه د سرطان ۱۲) د افغانستان د برېښنا شرکت وايي، په وروستیو شپږو میاشتو کې د هېواد په بېلو سیمو په ځانګړې توګه شمال کې د برېښنا ۳۹ پایې په ماینونو الوځول شوې او ویجاړې شوې دي.

دغې ادارې نن شنبه په یوه بیان کې ویلي چې د دغو پایو په ړنګېدو سره د برېښنا شرکت ته میلیونونه افغانۍ زیان اوښتی دی او له خلکو یې د برېښنایي تاسیساتو د ساتنې طرحې غوښتې دي.

د برېښنا شرکت وايي دا چې برېښنايي تاسیسات د بیت المال یوه برخه او د هغو ساتنه د ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول د امنیتي ځواکونو مسؤلیت دی.

په بیان کې وړاندې راغلي، د برېښنا شرکت رهبري له ټولو هېوادوالو غواړي چې د برېښنايي تاسیساتو د ساتنې په موخه خپلې طرحې او پروګرامونه له دوی سره شریک کړي.

د عامه شتمنیو نړول په ځانګړې توګه د برېښنا ستنو د نړولو پېښې له څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې ډېرې شوي دي.

افغانستان د خپلې اړتیا برېښنا ډېره برخه له بهره واردوي چې هر کال د نږدې ۲۱۷ میلیونو ډالرو په ارزښت لګښت پرې راځي.

2 COMMENTS

  1. هر کلی او منطقی خلکو ته د د ازاد رقابت له لاری د امنیت ساتلو له پاره په قرارداد ورکړی ، خو پام چه یو او یا یوی ډلی ته ورنکړل شی چه هغه بیا خپله یو لوی سرخوږی رامنځ ته کولای شی ، پدی سره به لوی داړه ماران او غله هم کنترول شی او هم به د منطقی د خلکو تر منځ یو ښه سالم رقابت او امرار معشیت پیداشی .

  2. 1- د برېښنا د شرکت رئیس باید له خپلې دندې لرې کړای شي دی هم د مافیا د ډلې غړی دیږ
    2- د پایو د مخافظت لپاره دې امنیتي کامرې نصب او لس قطاره دې پرسنل ماین ځای پرځای کړای شيږ

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...