جمعه, نوومبر 22, 2024
Home+د سلطان محمود لټان ولې ملامتوئ؟| جنرال دولت وزیري

د سلطان محمود لټان ولې ملامتوئ؟| جنرال دولت وزیري

په دې ستره نړۍ کې د هر ډول ځناورو او څارویو لپاره ځای او د ژوند کولو حق شته.

که ډیر غښتلي او يا ډېر کمزوري دي، که ډېر زیان رسوونکي، داړونکي او یا بې زیانه دي، که زړور دي که ډارن او یا ډېر کودن، خو بیا هم د ژوند کولو حق لري.

سره له دې چې زمری داړونکې داړې او وژونکې خپړې لري او خواړه يې هم د خپلو بېوزلو همغاړو له داړلو بشپړېږي، خو بیا هم د دې تر څنګ د پاچا ویاړ يې ګټلی دی. دا تفاوت نه لري چې وژونکی دی، خو د زمري لقب د ډېرو کسانو لپاره ویاړ دی. د نړۍ په ګڼو کلتورونو کې زمری د زړورتیا او مېړانې سمبول دی.

ګيدړه که ډېره کمزورې هم ده، خو د چل او چم له کبله يې ډېرو هوښیارانو د زړې ګیدړې لقب په افتخار منلی دی. موږک، لېوه، مار، ښامار او د دوی په څېر نور هم په دې ستره نړۍ کې د اوسېدلو حق لري. که څه هم رنګونه، ځواکونه، وړتیاوې او نیمګړتیاوې یې متفاوتې دي.

خیر که دا ټول د ژوند کولو حق لري، بیا نو ولې هغه تف او تفیلي د ژوند کولو حق ونه لري، چې د دوی له پاتې شونو ګټه پورته کوي.

که راشو انساني ژوند ته، خبره کټ مټ همداسې ده، لکه چې پورته ورته اشاره وشوه.

څوک چې څومره ډېره وژنه او ځورونه کولای شي، هغه له بل هر کس څخه ډېر د درناوي او د لاسونو د مچې کولو مستحق وي. دا ولې؟ ایا ولس باید د هر هغه چا درناوی وکړي چې قاتل دی، غاصب دی، درواغ وايي او زورواکی دی؟

 څوک چې څومره ډېرې وينې ځبېښلي او دنګې- دنګې ماڼۍجوړولای شي، هغوی ډېر ښاغلي دي.

که خبرې داسې وي بیا نو بېځایه د سلطان محمود لټان ملامتوو، دوی او د دوی په څېر نور هم د ژوند کولو حق لري. که وژل، ځورول، رشوت، فساد، غصب، غولول، چل، فرېب او اجنبیانو ته د زړه له تله خدمت کول ویاړ وي او که له داسې کسانو څخه اتل او د درناوي وړ جوړولای شي، بیا هغه څوک چې په لسو بجو کار ته راځي، تر دولسو بجو پورې د سیاست په نامه په بېهوده خبرو بوخت وي او بیا د ډوډۍ تر خوړلو وروسته د فاتحې په نامه کور ته ځي. ښکاره ده چې دوی هم د ژوند کولو حق لري. هر انسان د خپلې وړتیا په دایره کې چارې ترسره کولی شي. د دغو مامورینو به همدومره وس وي.

که په ځنګله کې تر ټولو ډېر وژونکي ته د پاچا لقب ور کول کېږي او په ویاړ يې نوم د ځان لپاره افتخار ګڼي، بیا خو له تف او تفیلیو هم ګیله په کار نه ده

په یوه ټولنه کې چې ظالم، مخبر، قاچاقبر، او لوی مفسد د درناوي وړ وي، بیا نو له خیرات خورو او لټانو څه ګیله ده.

هېواد په پورته ذکر شویو نخرو نه جوړېږي. هېواد د ټولو اقشارو یووالي ته اړتيا لري. هېواد کار ته اړتیا لري. هېواد پر ځان مئینو ته اړتیا لري. هېواد زره سواندو ته اړتیا لري. داسې کسان مو په درد نه خوري چې د هېوادپالنې، ابادۍ او یووالي شعارونه ورکوي، خو په عمل کې هېڅ هم نه وي.

هېواد ظالم، جابر، مفسد، لټانو، خیرات خوارو، غولوونکو او وژونکو ته اړتیا نه لري. که داسې کسان په یوه هېواد کې د درناوي وړ وي. بیا نو پو په خپله پو!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب