چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeخبرونهافغانستان نن نړیوال جام کې پاکستان سره کرکټ لوبه لري

افغانستان نن نړیوال جام کې پاکستان سره کرکټ لوبه لري

تاند:( دوشنبه، د لړم لومړۍ) د کرکټ نړیوال جام کې، چې هندوستان یې کوربه دی، د افغانستان د کرکټ ټیم نن دوشنبې له پاکستان سره لوبه کوي.

دا د پنځوس اوریزو نړیوال جام سیالیو په ترڅ کې د افغانستان پنځمه لوبه ده.

دغه لوبه د افغانستان په وخت د ورځې په یوه بجه پیلیږي.

له دې مخکې افغانستان له انګلستانه لوبه ګټلې او بنګله دیش، هند او نیوزیلنډ ته بایللي دي. د افغانستان بله لوبه به د اکتوبرپه دیرشمه له سریلانکا سره وي. 

د افغانستان د ملي لوبډلې روزونکی جناټن ټروټ وايي، د دوو خواوو ترمنځ سخته سیالي د احساساتو د پارېدو سبب کېږي.

نوموړي فرانس پرېس اژانس ته همداراز وویل، دوی له یو بل سره خورا برابره سیالي کوي او هیله لري چې نننۍ سیالي به هم له هیجانه ډکه وي او د ده ټیم به یې وګټي.

په ټولنیزو رسنیو کې په پراخه کچه افغانانو خپله لوبډله هڅولې چې په ټول قوت د بریالیتوب هڅه وکړي او دغه بری افغانستان ته نصیب کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب