پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Homeکالمونهقانعمننه امرالله خانه/ عصمت قانع

مننه امرالله خانه/ عصمت قانع

مرکه مې دې په انټرنیټ ولوستله. هره کرښه چې مې لوستله د افغانستان د مالکیت احساس مې پیاوړی کېده، په هره کرښه کې یې د وطن پالنې د شعور ثبوت نېغ په نېغه په طبیعي او فطري ډول د افغانستان د ملت د ګټو انځور وړاندې کاوه.

زما هغه باورونه چې افغانستان د افغانستان د ملت ملکیت دی راته رښتیني ښکاره شول. زما هغه ایډیالونه چې د افغانستان ملت د هر ډول تفریق پرضد ولاړ دی هم راته د حقیقت په یوه لوړ منار باندې اوښتی دی.

زموږ ملت پوره پنځه دېرش کاله د تاریخ د وینو او اورونو په معبر کې لاره ووهله، پوره پنځه دېرش کاله هڅه وشوه، چې د افغان وطن ستره برجوره کلا له داخل څخه فتح شي، پوره پنځه دېرش کاله بهر څخه هڅه وشوه چې افغان د افغان قاتل شي، شمال جنوب ووژني، شرق د غرب ګرېوان ته لاس واچوي، فارسي له پښتو سره د یوې جغرافیې ژبه نه شي.

امرالله صالح
امرالله صالح

تعصبات د قبیلوي فرهنګ په رګونو کې د نفرت باروت داسې ځای پر ځای کړي چې چاودنه یې افغانستان له مرکزیت، حکومت او واحد نظام څخه بې برخې کړي.

تاسو به حتماً لوستي وي ډګروال یوسف د اختر عبدالرحمن له خولې لیکلي وو، چې موږ ته امر وشو چې کابل باید په دوامداره توګه تر اور لاندې ونیول شي.

د پاکستان یوه ستراتیژیست ارشاد احمد حقاني د جنګ په ورځپاڼه کې ولیکل، چې د اختر عبدالرحمن هدف د کابل له دوامداره سوځېدلو څخه دا دی چې افغانستان بېرته سره متحد نه شي او افغان وطن د بې مرکزیتۍ د مرض ښکار شي.

کاشکې د جنګ د ورځپاڼې د ګڼې او تاریخ ریفرنس همدلته راسره وای، خو زما د پېښور په کتابتون کې د حقاني د کالم سکڼل شوې برخه موجوده ده، چې په یوه مناسب وخت کې به یې تصویر خپور کړم.

ستاسو ځوان شعور د ستاینې او مننې وړ دی، چې په یوه حساس وخت کې د افغانستان په وړاندې د اصلي خطر مجسم رنګ، تاکتیک او کړنلارې ته متوجه شو.

ګران صالح صاحب، تاسو د ډیورنډ داعیه د یوه دېرش میلیوني ملت داعیه ګڼلې ده، په حقیقت کې تاسو ثابته کړې ده، چې افغان ملت د هغه جغرافیایي ظرفیت مالک دی چې د نوې پېړۍ نوی اقتصاد سره ونښلوي او په دغه سیمه کې د نړیوال ثبات د با استعداده مدیریت لپاره غوره ځواک او طاقت شي، چې الترناتیف او متبادل یې زموږ په سیمه کې نشته.

زمږ تېر پنځه زره کلن تاریخ د دغه جغرافیایي ظرفیت په منځ کې بشري قوت داسې ویلډینګ کړی دی چې د کوشیرونو شلول او پرې کول یې نه د پنجاب د توطیې د وس خبره ده، نه د ایران د دسیسې د توان کار دی او نه د بل کوم معلوم او نا معلوم دښمن له وس او توان څخه پوره ده.

زموږ ملي وحدت مصنوعي رنګ نه لري، موږ د سیند، پنجاب او بلوچستان ټوټې په انګریزي خیاط نه دي ګنډلې چې د جلالو ملنګ د څلورو رنګونو لنګ ترې جوړ کړو او بیا د استعمار کونه پرې پټه کړو.

چنګېز او مُغل، انګرېز او روس او د زمان نورو قوتونو په خپلو لوڅو تېغونو زموږ د وینو په تویولو باندې زموږ ملي تهداب داسې پیاوړی کړی دی، چې د یوه ستر هېواد عمارت پرې درولی شو.

د دغه ستر هېواد وارثان به زموږ اولادونه وي، د دغه ستر هېواد وراثت د دغې خاورې د انسان محتوم سرنوشت دی.

د دغه ستر هېواد عمارت او تعمیر د هغو خلکو کار نه دی چې وطن پرستي یې د اجارې مزدوري ده. د دغه ستر هېواد معماران هغه څوک دي چې د دغه دېرش میلیوني ملت د غمیزو، دردونو، ماتو او بریاوو ترخه وختونه یې په هډوکو او پوستکو کې نغښتي دي.

جناب صالح صاحب، زه څوارلس کاله په جمعیت اسلامي کې وم او څوارلس کاله مې هڅه کوله چې زما ملت د تاجک او پښتون له وېش څخه وژغورل شي او بالاخره څوک دا وس او توان پیدا نکړي چې د تاجک او پښتون شمال او جنوب شرق او غرب په نامه زموږ د واحد او نه وېشل کېدونکي ملت په متحد پیکر باندې د افتراق داغونه کښېږدي.

تاسو دا فکر ونه کړئ چې ستاسو غږ او ستاسو د شعور اواز یوازې په تاسو پورې محدود دی. د دغه شعور او دغه دریځ تر شا په خټینو کلاوو، کېږدیو او خیمو کې هر هغه څوک ولاړ دی چې افغانستان د خپلې نیکمرغۍ، اب دارۍ او عفت ساتنې مورچل بولي.

له افغانستان څخه پرته بل ځای د عزت تصور ورته د پردي کټ تر نیمو شپو پورې نوبت ښکاري.

امرالله خانه، ستا په دریځ ویاړم، ستا موقف د خپلو مجاهدو یوه رڼه نتیجه بولم، که سبا ته عزرائیل روح راڅخه واخلي او زما ستړي هډونه د هېواد په کومه هدیره کې د ابدیت له خاورو سره خاورې شي روح به مې مطمین وي او داسې به انګېرم چې زما د هېواد ځوان شعور زما د هېواد د بقا او حیا په راز پوهېږي او دغه راز به د تاریخ د سفر پر ناپایه جاده باندې د افغان وطن د قافلې د ستر منزل په ټاکلو کې د بریا راز وي.

تل دې وي افغان ملت

تل دې وي ملي وحدت، ملي وحدت

————————————–

د ښاغلي صالح د مرکې یوه برخه دلته لوستلی شئ.

15 COMMENTS

  1. زما خو باور وکړی که هغه له یاده ووزی چی د ټاکنو په وخت کی یی په سر لاسونه تیرول او قسم یی وو خوړ چی یوه هم څوک راباندی قبوله نه کړی.
    خو موږ پښتانه بی له حده خوش باوره یو همدغ علط دی چی ټول ډګرونه مو ل بایللی دی، یو څوک چی یوه خوږه خبره راته وکړی نو مو بیا سم د پاڼ سر ته منډی کړو او ځان ګذاروو..
    که زه تاسو خوش باورانو ته او محترم صالح خان ته عبدالله او اشرف غنی مخی ته کیږدم. نو ستاسو خوش باورو او د صالح د په خدای قسم وی چی کوم یو د ښه مدریت قابل دی عبدالله ؟او که اشرف غنی؟
    بدی باندی خو موږ تول تر صالح بوری پوهیږیو چی اشرف غنی یو شه مدیر دی، ملی روحیه لری، غل ندی څوک یی ندی وژلی ،خو عبدالله بیا برعکس، ښه مدیریت نه شی کولای،ملی روحیه نه لری،غل دی، خلک یی وژلی دی. نو چی داسی وی بیا همدغه صالح خان ولی د ملت په طرفدارس ونه درید چی د غله سره ودرید.
    دوستانو زه خو وایم چی ازمویلی مه ازمویی!
    دغه ښاغلی ته د ټاکنو په غنیمت کی ځه ونه رسیدل اوس بیا عواړی چی په افغانانو کی په مفتو خبرو ځان محبوب کړی.
    په ما خو یی والله که ومنی، ستاسړ خوښه

  2. قانع با ید ووایم چې خدای دې په حلالو او په روا اودګران افغانستان په خدمت کې خوشاله اوږد ژوند درته درکړې.
    قانع جانه دشهید محمد داود خان دوخت ملې سرود دې را په یا دکی
    څو داځمکه اسمان وې – څوچې دا جهان ودان وې
    هغه ټول افغانان دې خدای وبخشې چې افغانانو او افغانستان ته وفا داره وو اودهیواد والو په مرګ یې خوا بدوله. نه دا سې لکه دتیرو درې لسیزو اکثره تش په نامه مشران چې ډمیلیونونو افغانانو دسر په قیمت دواک ګدۍ غواړې . دی دې قران ووهې که نه دی پخپله جنګ ته ولاړشې ! اونه یې زوی جنګ ته ولاړ شې ! پر داسې مشرانودې دلبنان د شیعه حسن نصرالله ډیر سر لرې. ځکه په افتخا ر یې زوی قر با نې کړ په جنګ کې.

  3. مننه قانع صاحب. تاسی ما نه پیژنی خو زه تاسی د هغه وخت نه پیژنم چه د پیښور نه مو نوښت مجله چاپوله او زه مو د نوښت یو لوستونکی ومم منم قانع ساحب چه ملی ارزښتونو او ملی یووالی ته وفادار یی. مونږ افغان ملت هم عجیبه خلک یو د یو چا سل عیبه په یوه نیکی بخښو او ستاینه یی کوو. ښه خبره ده خو که صالح صاحب غوندی خلک همداسی ملی موضوعاتو ته په ملی ارژښت قایل سی پر ځای د دی چه د ګوند یا سیمی له عینکو نه ورته وګوری. .

  4. قانع صيب پر واقعيتونو ولاړه ليکنه مو کړې ده، خدای دې خير درکړي، کاشکې ۳۰ کاله پخوا لا د جمعيت جوړونکو دا فکر درلودای، تر اوسه به دومره انسانان د قومي تعصب په اور کې چې همدوی بل کړی و، نه سوځېدل، خو دا ښه شوه، چې اوس دا فکر پيدا شو، افغانان ټول سره ورونه دي او چې پښتون نه وي، نو دا نور ورونه خو والله که يوه اونۍ په دې هېواد کې تېره کړي، په دې هيله چې امرالله همدې ډول ليکنو ته دوام ورکړي، تر څو متعصبن لارې ته راشي او نوره د خدای په لوی حضور کې توبه وکړي.

  5. قانع صیب هر څه مو ولوستل ډیر ښه د لیکلی دی یواځی دومره ویل غواړم چی ما هم د ښاغلی امرالله صالح سره ستا په شان یمنه وه او ویل به می چی محترم صالح یو ملی او وطن دوست شخصیت دی خو چی کله می د ټاکنو په وخت کی د ده شعار ولیدل په یقین سره چی ډیر خفه شوم او دغه هیله می د خاورو سره خاوری شوه

  6. صالح خېل باید به کړنو وتلل شي نه به خبرو. په کړنو کې امرالله یو فاشیست او پښتون ضد انسان ثابت شوی. تللی اعتبار به بیا رانه شي که وچې ونې زرغونه په اوښکو کړینه!-

  7. قانع صیب ته او ستا خدای چی حقیقت به وایی
    (چقدر پول گرفتی در مقابل این مقاله)

  8. قانع صاحب تاسو لکه د تل په شان کوشش کړی چی زمونږ د ځوانانو ملی شعور راژوندی کړی ، له تاسو مننه . که هرڅوک په ملی صف او قطار کی ودریږی او له هر قوم نه وی فرق نه کوی خو هغه به زمونږ د ملت د سترګو تور وی، هر څوک اشتباه کوی . مهمه داده چی خپله اشتباه خپله پیدا کړی او بیا یی تکرار نه کړی. امرالله صالح په دی لیکنی او مصاحبی سره یوځل بیا ځان په ملی صف کی پیدا کړ. مونږ ورته موفقیت غواړو.

  9. په امرالله مو یو شنګ باورپاتې وو خو چې قانع ګله له تا مې یې صفت واوریدو نو لکه سالې هم خپل غول په متیازو وینځل شروع کړل

  10. مکار دښمن kiss emoticon
    هغه SALAY یادوم ، وژني مې او قاتل هم ما بولي.
    په باطن کې زما په وژنه کې له پنجابي او صفوي سره شریک دﺉ خو په ظاهر کې ځان راته د ملت ناجي معرفي کوي.
    خپله زما د ولس دښمن دﺉ، خو زما په ولس کې یې ځینې لوستي جیره خوران پیدا کړي دي او په دې ورځو کې یو دوه نور هم په ور زیات شول او د (امرالله خان) بیعت یې وکړ.
    کله هم چې په دې وران او جنګ ځپلی هېواد کې
    د سولې څرک لګیدلﺉ دﺉ ، SALAY او ډلې ټپلې یې پر ضد ناروا تبلیغات او دسیسې پیل کړیدي.
    د SALAY وروستۍ مرکه له (هشت صبح) سره، د ولسمشر محمد اشرف غنی لیخوا هېواد ته د سولې د راوستلو لپاره د هلو ځلو د شنډولو د دسیسې یوه برخه ده چې د SALAY او هشت صبح لیخوا تهیه شوي او د توزیع او اجراء مسوولیت یې زما په ولس کې د SALAY (امرالله خان) جیره خورانو او نوی مریدانو په غاړه اخیستﺉ دﺉ.
    امرالله خان بیا هغه سندره غږوي چې تالیبان د سولې اول شرط د اساسی قانون تعدیل دﺉ ، خو خپله یې تر اوسه د اساسی قانون احترام نه دﺉ کړﺉ او د خپل ځان او خپلې ډلې د ګټو لپاره یې مات کړﺉ دﺉ،
    امرالله خان سالې د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې و نه منلې او د قانون خلاف یې خپلې مرتزقه ملیشې د ولسمشرۍ ماڼۍ په زور نیولو ته راټولې کړی وې، امرالله خان د اساسی قانون خلاف د حکومت په جوړښت کې تغیر راوست او اجرایوی ریاست د ایجاد لپاره یې قانون مات کړ.
    اوس زما ولس هم SALAY پیژندلای دﺉ او هم یې د ده جیره خوران او نوی مریدان پیژندلی دي.

  11. قانع صاحب بزرگوار. وحدت ملی گمشده همه ماست. اما مشکل و تعبیر ها و تفسیر های متفاوت و گاهن متضاد مردم اینک این مقوله است. و اینکه هرکدام تلاش میکنیم به اندازه ذهنیت خود ما برش لباس بدوزیم هرکس هم مخالف دیدگاه ما بود را متعصب تفرقه افکن بنامیم و. ..

  12. محترم قانع صاحب اول تاسو ته احترامات وړاندی کوم
    د هلمند د ولسی جرګی د یو غړی له قوله چه امرالله صالح د هلمند د ۲۰۰ قومی مشرانو د وژلو پلان درلود چه د قوم مشران د بلی موخی لپاره سره راټول شوی ول او دا خو معموله خبره ده چه د هلمند په شان ځایونو کی اکثر خلک دځان سره دوه دری وسلوال کسان ګرځوی نو ستا دی ښاغلی امان الله خان د خپل ریاست په وخت کی د موقع نه په استفاده سره امریکایانو ته ویلی ول چه د هلمند د سقوط لپاره د طالبانو پلان دی او په دی ځای کی طالبان سره راټول شوی دی
    په دی وخت کی دا مشران هم خبرشوی دی او ولسی جرګی دی غړی د امریکایانو سره اړیکه کړی وه چه بمباری ونکړی خو د اطلاعاتی اصولو په اساس د ملی امنیت د مشر خبره د ولسی جرګی د یو غړی په تناسب ډیره ډیره مهمه ده نو په دی وخت کی د ولسی جرګی غړی د کرزی صاحب سره تماس هڅه کړی وه او کرزی صاحب په بهرنی سفر تللی وه نو دی وخت کی لس شل دقیقی د امریکایی قواو عملیات او بمباری ته پاتی دی چه د کرزی صاحب سره اړیکه ټینګه شوی وه او دموضوع حساسیت ورته ژر ترژره ویلی شوی وو نو کرزی صاحب د ناتو د قواو د مشر سره اړیکه نیولی وه او په ډیر قهر یی ورته ویلی وه چه زما مشران ولی وژنی؟ د ناټو مشر ورته ویلی وه چه ستا نماینده ماته د بمبار امر کړی
    کرزی صاحب پوښتلی وه چه زما نماینده څوک دی؟
    د ناټو د قواو مشر ډیر په ډیر ډک آواز ویلی ول چه ستا د امنیت ریس
    هماغه وو چه کرزی یی د لری کولو هڅه پیل کړه
    نو اوس امرالله صالح په دی پوهیژی چه ترسو یو افغان ژوندی وی دډیورنډ کرښه به د پاکستان په ګټه نشی نو اوس ځان ملی ملی ښایی
    او بل دا چه قانع صاحب دامرالله خان د انتخاباتو د تعصب ډک پوستونه دی په فسبوک کی هیر شول؟

  13. زړه مې شين شو له حا لا تو ما ڼيجن شو
    دپښتون له بدې ور ځې خوړين خوړ جن شو
    چي وژلو يې ښا ما ر په چنګک برېتو
    دکږو برېتو لالا مې هم ټيزن شو
    عصمت قانع

  14. د جمعيت بانډ لنډه‌غر د صالح په شمول ټول همداسې دي د ګټې لپاره قومي او کله ملي سياست غوره کوي، څومره چې پنجاب ددې خاورې دښمن دی همدومره يې د جمعيت بانډ لنډه‌غر او سړي خواره هم دي.
    پښتانه بايد يووالی جوړ کړي خپل مشران ونه ښکنځي افغانستان د پښتنو تلپاتې ملکيت دی دا نور قومونه د افغانستان د آبادولو وړتيا او ژمنتيا نه لري، ددوی وړې او لويې لاسته راوړنې خپلې سيمې قوم ته منسوبوي نه افغان ملت ته او نه ګران افغانستان.
    ژوندی دې وي لوی افغانستان تلپاتې دې لوی پښتون قام

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب