پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeټولنیزلس لاملونه چې باید خپل ښار پاک وساتو 

لس لاملونه چې باید خپل ښار پاک وساتو 

ژباړه او زیاتونه: محب الله عمري

که مو کور په چټلیو او کثافاتو پوښلی وي او ټول ځایونه بدبویه وي، آیا خوښ به موشي؟ فکر کوئ چې پداسې چاپېریال کې به ژوند وکړی شئ؟ ډاډه یم چې دې پوښتنې ته به د ټولو ځواب منفي وي. هېڅوک نشي کولای چې په بدبویه او له کثافاتو څخه په ډک چاپېریال کې ژوند وکړي. موږ هره ورځ خپل کورونه، خپلې جامې، وسیلې، موټرونه او له ټولو مهمه دا چې خپل ځان پاکوو. کله چې په یوه چټل کور کې ژوند نشو کولی، څنګه به وکولی شو چې په یوه چټل او نامنظم ښار کې ژوند وکړو. دا زموږ دنده ده چې خپل ښار پاک وساتو، نه یواځې د ځان لپاره، بلکې د هغه کسانو لپاره چې زموږ د ښار لیدو ته راځي او د راتلونکيو نسلونو ته.

د ښار د پاک ساتلو لپاره ډېرې لارې چارې شتون لري. د بېلګې په توګه په ځانګړو سطلونو کې د کثافاتو اچول،  نه  د سړک په سر. کله چې یو پلاستیکي څيز د سړک پر سر وینو، هغه راواخلو او په ځانګړي سطل کې یې واچوو او پدې کار ونه شرمېږو. باید نورو ته هم ورزده کړو چې همدا کار وکړي. د ساختمانونو او تاریخي بناو پر مخ باید څه ونه لیکو، کورني کثافات په ځانګړو سطلونو کې واچوو او تر  ټولو مهمه دا چې نور ښاریان د خپل ښار د پاک ساتنې له ښېګڼو او مزایاؤ څخه خبر کړو.

دا زموږ د ښار د پاک ساتنې لارې چارې دي خوښایي چې ډېری داسې فکر وکړي چې ولې باید دا کارونه ترسره کړو. د خپل ښار پاک ساتنه ډېرې زیاتې ګټې او ښېګڼې لري چې لاندې به اشاره ورته وکړو:

۱ – د ګرځندویۍ د ودې لپاره 

دا یو واقعیت دی چې ګرځندویي د یوه هېواد د اقتصادي ودې لامل کېږي. او ګرځندویان یواځې د هغه ښارونو جذبېږي چې ښکلي جوړ شوي وي او له تاریخي معماریو څخه غني وي. که خپل ښار ککړ وساتو او د ښار ټولې څنډې او برخې له کثافاتو او چټلیو څخه ډکې وي، زموږ د ژوند پر  بڼه او فرهنګ به منفي اغېزې ولري او په پایله کې به ګرځندویان زموږ د ښار لیدو ته نه راځي. دا کړنې کولی شي پر اقتصادي فعالیتونو هم اغېزه وغورځوي.

۲ – د ټولنې د روغتیايي ودې لپاره 

موږ ټول پوهېږو چې د ښې حفظ الصحې درلودل د روغ پاتې کېدلو سره مرسته کوي او پایله دا چې عمر به مو اوږد کړي. کثافات او چټلۍ د حشراتو، مچانو او غوماشو د ټولېدو لامل ګرځي چې په پایله کې یې  ډېرې نارغۍ لکه ملاریا، زیړی او نور چې له  چټلو ځایونو څخه پیدا کېږي، ډېرېږي. نو پردې اساس باید د کثافاتو له ډېرېدو او ټولېدو څخه مخنیوی وکړو او خپل ښار پاک وساتو ترڅو د ساري ناروغیو د رامنځته کېدو څخه مخنیوی وشي.

۳ – د ژوند د چاپېریال د ساتنې لپاره 

په پارکونو او نورو عمومي ځایونو کې د اضافي توکو او محصولاتو اچول لکه پلاستیکي قوطي، د سودا پلاستیکونه او نور څیزونه د چاپېریال ارزښت راکموي. دغه پلاستیکي توکي بېرته د لاسرسي وړ ندي او د خاوري د کیفیت د خرابوالي لامل ګرځي.

۴ – د راتلونکیو نسلونو لپاره 

موږ د حاضر نسل په څېر هرڅه په لاس کې لرو. خو که وغواړو له ټولو څيزونو څخه په  پراخه توګه  ګټه واخلو، طبیعي سرچینې تخریب کړو، تاریخي اثارو او بناؤ ته زیان واړوو او همدارنګه طبیعي منظېرې له منځه یوسو نو  له موږ څخه وروسته نسلونه به زموږ له تاریخ او فرهنګ څخه هېڅ ښه انګېرنه او  د خوند اخیستلو لپاره به هېڅ طبیعي منظېره ونه لري. یو لوري او بل لوري ته د چټلیو او کثافاتو غورځول چاپېریال ککړوي، نو پردې بنسټ غوره داده چې خپل ښار پاک او سوتره وساتو څو راتلونکي نسلونه هم له طبیعي ښکلاؤ څخه برخمن شي.

۵ – د نړیوالو شرکتونو د جذب لپاره 

موږ ټول پوهېږو چې په یوه ښار کې د څوملیته کمپنیو او شرکتونو پرانیستل نه یواځې چې د ښار د اقتصادي ودې لامل ګرځي بلکې له بېلابېلو اړخونو څخه مفید او ګټور دي. مالیې ښکته کېږي، د تولید لګښت راټیټوي چې په ترڅ کې یې پېرودونکو ته د محصولاتو او تولیداتو بیه ښکته کېږي، خلک بېلابېل تخنیکونه زده کوي چې په اوږد مهال کې ډېرې ګټې ورته لري او داسې نورې ګټې. د ښار پاک ساتنه مرسته کوي ترڅو  ډېر څوملیته شرکتونه جذب شي اوپه  پایله کې یې موږ ټول کولی شو چې له ګټو څخه یې برخمن شو.

۶ – د کاري فرصتونو لپاره 

لکه څنګه چې پورته یادونه وشوه، د ښار پاک ساتنه د نړیوالو شرکتونو د جذب لامل کېږي او هرڅومره چې دا ډول شرکتونه ډېره پانګونه وکړي، د خلکو لپاره کاري فرصتونه ډېرېږي.  هرڅومره چې خلکو ته کاري فرصتونه ډېر وي، د فقر کچه ټېټېږي او د سواد کچه لوړېږي، ښار به هم له اقتصادي اړخه او هم له ټولنیز اړخه وده وکړي.

۷ – په نړیواله ډلبندۍ کې د ښار  د درجې لوړولو لپاره 

که غواړو چې د ښار نوم  مو په ټوله نړۍ کې د خلکو په ژبه وي، که  هغه  د کاري فرصتونو د ډېرښت له امله وي،  که د سواد د کچې د لوړولو له امله وي، که د فقر د کچې د راټیټولو له مله وي، که د غوره مالي، درسي او روغتیایي اسانتیاؤ له امله وي،  باید خپل ښار پاک وساتو. ښار مو یواځې هغه وخت په نړیواله ډلبنډۍ کې پرمختګ کولی شي چې له اقتصادي، ټولنیز، او صنعتي اړخه یې د پاملرنې وړ  وده کړې وي. ددې موخې لپاره باید لاس پکار شو، په سړکونو، کوڅو او واټونو د کثافاتو له غورځولو حخه ډډه وکړو او د ښار د پاک ساتنې د ګټو په اړه عمومي خبرتیاوې رامنځته کړو.

۸ – د ښاریانو ترمنځ د غوره اخلاقي ځانګړنو د دودولو لپاره 

که خپل ښار پاک وساتو، په موږ کې به د غوره  ښاري ژوند حس  پیدا شي چې له موږ سره مرسته کوي ترڅو په خپل ژوند کې ستر بریالیتوبونه ولرو. دا کار موږ ته را زده کوي چې تل خپل ترڅنګ فضا پاکه وساتو. همدارنګه مرسته کوي ترڅو مسولیت منونکي، پاک، مهربان او خواخوږي  ښاریان شو او تر ټولو مهمه دا چې په موږ کې د مدیریت ځانګړنې ته وده ورکوي چې  زموږ سره د لویو بریاؤ په ترلاسه کولو کې مرسته کوي.

۹ – د تاریخي آثارو د ساتنې لپاره 

په پخوانیو ساختمانونو اود تاریخي آثار پر دېوالونو د بېځایه لیکنو لیکل او په دغه تاریخي ځایونو کې د کثافاتو غورځول نه یواځې دا چې د همدغه اثارو د له منځه تللو لامل کېږي بلکې فرهنګ مو هم له منځه وړي. دا بناوې زموږ د فرهنګ ښکارندویي کوي او زموږ دا ناوړه کار پدې مانادی چې غواړو خپل فرهنګ پخپله له منځه یوسو. له همدې امله ډېره مهمه ده چې د ددغه ارزښتمنو آثارو د ساتلو لپاره، خپل ښار پاک وساتو.

۱۰ –  د ډېرې فضا رامنځته کولو لپاره 

موږ ټول پوهېږو چې د سړکونو او واټونو ترڅنګ د کثافاتو او چټلیو ټولېدل ډېر ځای نیسي چې په ترڅ کې یې ښاریان نشي کولی له دغې فضا څخه ګټه واخلي.له  دغه فضا څخه چې په کثافاتو چټله شوې ده کولی شو د موټر د درولو او یا دنورو ساختماني کارونو لپاره ترې ګټه واخلو. مګر اوس  چې خلک پدې ساحه کې کثافات غورځوي، نو دا فضا بې ګټې کېږي او یواځې د غوماشو، مچانو او نورو حشراتو څړځای ترې جوړېږي چې بېلابېلې ناروغۍ لېږدوي. نو پدې اساس که غواړو چې ښار مو د موټرونو د درولو ډېر ځایونه ولري او سړکونه مو سورور او پاک وي، باید پاک یې وساتو.
پای
پوهېږم چې لیکنه اوږده خو ددې له امله چې مهمه ده، هیله ده چې خپره یې کړئ.
په درنښت

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب