جمعه, اکتوبر 18, 2024
Homeمقالېدریپه منځنۍ اسیا او افغانستان کې سترې لوبې – له اوس سره...

په منځنۍ اسیا او افغانستان کې سترې لوبې – له اوس سره یې تړاو

محمد عارف رسولي

(دوهمه برخه)

په دې برخه کې موږ په هغو سفرونو، څېړنو او استخباراتي هڅو بحث کوو چې انګرېزانو او روسانو په افغانستان باندې د کنترول او بیا وروسته د خپلو مستعمرو یعنې د هند او منځنۍ اسیا تر منځ د حایل ساتلو لپاره ترسره شوي دي. په مقاله کې به هڅه وشي چې په هغو درسونو تمرکز وشي چې د اوس او راتلونکي لپاره یې موږ ورنه اخیستلای شو.

افغانستتن ته د انګرېزانو څېړنیز سفرونه او د اشغال لپاره د لارې نقشه جوړول – د اوس لپاره یې درسونه

انګرېزانو د سکندر له کیسو او په هند د افغانانو له واکمنۍ د افغانانو په هکله اورېدلي و او د افغانستان په ستراتېژیک موقعیت پوهېدل. لارد کرزن به ویل چې:  «دافغانستان شته والی د هغه د جغرافیایی موقعیت مرهون دی». د دې معنی دا وه چې زموږ ستراتېژیک موقعیت سبب شو چې له یوې خوا یې د هېواد زیاتې برخې رانه بېلې کړې اوله بلې خوا یې د ځان په ګټه نه بلله چې یو مخ مو هېواد وویشی بلکه د منځنۍ اسیا او د هند د لویې وچې تر منځ افغانستان د یوه حایل په توګه همداسې منجمد، وروسته پاته او په شخړو کې ډوب د حایل په توګه وساتي.

انګریزان پوهېدل چې په سیمه کې افغانستان د پخواني هند د ساتلو لپاره مهم رول او ستراتېژیک موقعیت لري، غوښتل یې چې څېړنې ورباندې وکړي، معلومات ورباندې راټول کړي او د  هغو په رڼا کې خپله د افغانانو او هم له دې لارې د روسانو له ضرره هند وساتي. تر جورج فورسټر وروسته چې له 1800 م کال مخکي افغانستان ته تللی و خو داسې څه یې نه و پرېښي چې هغه وخت انګرېزانو ته زیات په درد وخوري. د هند د اداري بورد مشر لارډ یلنبورغ ویلي و چې « موږ د افغانستان په هکله پوره معلومات نلرو او باید بشپړ یې کړو. » نو انګرېزانو لمړی رسمي استازی مونسټورټ ایلفنسټون په 1808 م کال د څېړنو او معلوماتو راټولولو لپاره افغانستان ته په سفر واستاوه، چې له ځان سره یې په سوغاتونو بار ۶۰۰ اوښانو او ۱۲ پیلان لرل او دا د ځینو تاریخپوهانو په اند د سترو لوبو پیل و.

الفنسټن لیکي: « افغانان د نورو په څېر د ډالیو وږي نه دي، افغانانو ته که بې له کوم دلیله ډالۍ ورکوې درباندې شک کوي چې موخه دې څه ده خو سویلي اسیا کې نور خلک در نه تمه لري او ورته خوشالېږي. خو که دې افغانان ډالۍ واخلي نو ارومرو به دوی هم ډالۍ درکوي.» ده ولیدل چې افغانان دولتي کارکوونکي په ښکاره د شاه شجاع او حکومت په ضد خبرې کوي، الفنسټون پوه شو چې شاه شجاع فکر کوي کلکته په لندن کې ده او دا ورته د امیر د حماقت او کمې پوهې غوره نښه شوه، الفنسټن وايي: «شاه شجاع د خپل هېواد او سیمې د امنیت په ځای د انګرېزانو د ګټو په فکر کې وو.» کله چې امیر ده ته هرکلی وایه، درباریان یې د ډالیو په سر په شخړو اوښتي وو. معنی یې داوه چې هغه غرور چې په عامو افغانانو کې شتون درلود د شاه شجاع په درباریانو کې نه و. بل دا وایي چې د شاه شجاع او د انکرېز د راتګ او د امیر دوست محمد خان د لېرې کېدو یوه پلوي قومي مشر د شاه شجاع تر راتګ مخکې ویل، د سون مواد تیار شته، یوازې اړتیا ده چې انګرېزان راشي او اور ورته کړي. د دې قومي مشر مقصد داوه دلته د انګرېز د راتګ، د امیر دوست محمد خان چې یو ملت پال، زړه سواندی او ملي مشر و، د لېرې کولو او په ځای یې د خپل لاسپوڅي شاه شجاع په تخت کېنولو شرایط  برابر بللي وو.

دلته ګورو چې الفنسټون ته دنده سپارل شوې وه چې زموږ د ټولنې رښتینی انځور، کمزوري او قوي اړخونه له خپل دولت سره شریک کړي. زموږ د خلکو د قوت نښه ټولنیز عادتونه لکه: مېړانه، جنګیالیتوب، غچ اخیستل  او د افغانستان فزیکي جوړښت بیانوي. لکه چې د الفنسټن یوه مشهوره تاریخي خبره زیاتو څېړونکو را اخیستې ده او اوس یې هم خلک یادوي داده چې وایي: « د افغانستان نیول اسانه او ساتل یې ګران دي.»

خو له بلې خوا الفنسټن په خپلو لیکنو کې ښيي چې افغانان د نظام جوړولو په هنر پوره پوه نه دي، ملي شخصیتونه نه پېژني او اهمیت نه ورکوي او په ځای یې د بې خبره او خاینو کسانو په واسطه بېلارې کېدای شي او ورباندې حکومت کولی شي، په دولت کې یې نظم او دېسپلین نشته، یو شمېر یې پلوي دي خو خپل مامورین یې په ښکاره په دربار کې په ضد خبرې کوي.

بیا چارلس مسن په بلوچستان، افغانستان او پنجاب کې له ۱۸۲۶ تر ۱۸۳۸ پورې اوسېده  او خپلې سفرنامې یې خپرې کړې. په ۱۸۲۹ کال کپتان ارتر کنولي له سنت پتسبرګ روسیې څخه د کسپین سمندرګي او ایران ته سفر وکړ، د ایران په شمال کې بندي شو، بیا یې له زیارت کوونکو سره په کاروان کې مشهد ته سفر وکړ، له افغان پوځ سره هرات ته لاړ، بیا کندهار، کویټې او هند ته ورسېدل او په ۱۸۳۱ کال یې خپلې لیکنې خپرې کړې. د الکساندر برنیس او هنري پوټنجر د اباسین سیند سروې ګانې تیارې کړې چې د شمال غرب، افغانستان او منځنۍ اسیا په لور یې د راتلونکې حملې لاره پرانېستله. برنیس په لمړی سفر کې افغانستان د انګریزانو د استخباراتو لپاره مطالعه کاوه او معلومات یې ورباندې راټول او یو کال یې دوام وکړ، په ۱۸۳۴ کال یې خپل کتاب « د بخارا سفرونه» په نامه خپور کړ چې سمدلاسه بریالی او مشهور شو.

په ۱۸۳۵ م کال لارډ اکلند د هند د ګورنر جنرال په توګه وټاکل شو چې په سیمه کې یې د زیاتې مداخلې پالیسي خپله کړه. د هند اداري هیئت هغه ته لارښوونه وکړه چې: په زیات دقت سره په افغانستان کې د پېښو بهیر وڅاري او د روسانو د نفوذ او کړنو مخه ډب کړي. لارډ اکلند ته یې دنده وسپارله چې و ارزوي له امیر دوست محمد خان سره څه چلند وکړي، سیاسي اړیکې ولري او که اړیکې یې یوازې تجارتي بڼه ولري او یا هره بله سپارښتنه چې دی د روسانو د نفوذ د مخ نیوي لپاره کوي وبه منل شي… کله هم چې هغه غواړي کولای شي هر ډول مداخله چې د افغانستان په چارو کې کوي صلاحیت لري خو هغه به د فارسیانو او روسانو د نفوذ د زیاتېدو په وړاندې وي.

بل ځل جان ووډ د انګرېز تر تسلط لاندې هندي بحري قوې افسر لمړي ځل د کښتیو د تګ راتګ لپاره د بخار انجن په مرسته د اباسین سروې پیل کړه تر څو د کښتیو د تګ راتګ لپاره یې  ژوروالی او وړتیا معلومه کړي، پیل کړه او په ۱۸۷۲ م کال یې خپله سروې او څېړنه خپره کړه. په کال ۱۸۳۷ کې کله چې روسي نماینده کپتان جان ویتکوویچ کابل ته لاړ نو انګرېزانو و انګېرله چې روسان غواړي په افغانستان کې کوم نظامی او یا سیاسي حضور و لرې. کله چې دې روسي نماینده له بریتانیايي نماینده الکساندر برنیس سره لیدنه رد کړه نو برنیس خپل دولت ته منفي راپور ورکړ، روسان هم د انګرېز له نفوذه او تجارتي هڅو په منځنۍ اسیا کې وېرېدل او بله وېره یې دا وه چې که په مسلمان افغانستان کې د واک او ځواک لرونکی نظام شتون ولري او د انګرېز له مرستو هم برخمن وي د منځنۍ اسیا په خانیو، بخارا او نورو به د دوی په ضد بده اغیزه وکړي.

پخوا تر دې ناپليون په اروپا کې د قدرت تله د ځان پخوا درنه کړې وه او غوښتل یې چې د تزاري روسانو په مرسته هند هم له انګرېز څخه ونیسي. ناپلیون په فارس (اوسني) ایران زیاته پانګونه کړې وه، که هغه د روسیې او فرانسې ائتلاف ته ورګډ شوی وای نو بیا یوازې افغانستان و چې د هند دفاع ورنه کېدای شوه. په دې وخت کې انګرېزانو خبر تر لاسه کړی و چې شاه زمان د هند په وړاندې پلانونه لري او نور تاریخي روایات وایي چې شاه زمان په هند کې له خپلو لښکرو سره و چې د هند مسلمانان له انګرېز څخه وساتي او د لښکرو لګښت یې هم د هند خلکو ورکاوه. نو الفنسټن یې کابل ته واستاوه چې معلومات راټول کړي. همغه و چې انګرېزانو فارسیان ولمسول او هغوی شاه زمان د خپل ورور شاه محمود په واسطه ړوند کړ او د قدرت په سره سیالي په افغانانو کې رامنځته شوه.

دلته اړتیا وینم چې د سترو لوبو بده اغیزه د افغانستان په ټولنیز او سیاسي حالت لږ څه تشریح کړم. ځکه زموږ موخه همدا ده چې دا ټکي وپېژنو او اوس ورته ځېر شو. موخه داده چې د بهرنیانو سره د اړیکو په څرنګوالي باید ځان پوه کړو، موږ نشو کولای او هېڅ څوک په نړی کې نشي کولای چې د نړیوالو سره له اړیکو لرلو بې نیازه شي، خو اصلي خبره داده چې څنګه هنر یې زده کړو او خپلې ګټې وساتو. ګورو چې کله سیاسي تېروتنې، د سیاسي اقتدار نیولو نامشروع سیالي او تګلارې، په بهرنیانو تکیه او نور د داخلي او بهرنیو لاملونو له کبله زیات تکرار شي، د ټولنې په فرهنګ بدلېږي، په ټولنه او د راتلونکو نسلونو او سیاسیونو په نړۍ لید بده اغیزه کوي. کومه غلطه لاره چې یو سیاستوال غوره کړي او یو څه لنډمهاله ګټه ورنه واخلي، نور سیاستوال یې هم اختیار او ټولنیز او سیاسي کلتور ته ور داخل شي. نو په همدې توګه کله چې د سترو لوبو په وخت زموږ د ملک کمزورتیا، منجمد ساتل او یا اشغال د ښکېلاکګرو موخه وه، نو تر ټولو اغیزمنه لاره دا وه چې خاین خلک قدرت ته ورسوي. تر دې وروسته د قدرت نیول د انګرېز، روس، ایران، پاکستان او نورو په مرسته یوڅو ځلې تکرار شول، په یوه ناوړه دود بدل شول. همدا و چې تر ننه زموږ زیات مشران د سالمو سیاسي سیالیو په ځای، یو بل ته د غوږ نیولو، زغم او یو بل منلو، د ګډو ملي موخو ټاکلو او د پردیو د لاسوهنو د مخنیوي په ځای د پردو په مرسته د قدرت نیولو په فکر کې شول او دا زموږ په ټولنه او ملت کې یو بد سیاسي فرهنګ شو.

که پخوا په افغانستان کې دوه یا دری ځلې په مشروع او د خلکو په رایه د قدرت انتقال شوی وای چې مشروع او د واک او ځواک خاوند دولتي نظام یې رامنځته کړی وای، د خلکو ژوند، ملي اقتصاد، زموږ ښوونیز نظام او ملي ارزښتونه او ګټې ورسره ټینګ شوي وای، بیا به همغه د سیاسیونو او عوامو لپاره فرهنګ شوی وای. که اوس هم زموږ سیاسیونو د یو څو لسیزو لپاره مشروعیت د خپلو خلکو په ملاتړ کې ولید، ټولې هڅې یې د خلکو د ژوند ښه کولو او ملک په ودانولو کې متمرکزې وې او که افغاني ګوندونو وکولای شول چې دا او ورته ښکارندې په یوه مثبت سیاسي او ټولنیز فرهنګ باندې بدل کړل نو بیا به د نامشروع لارو، سازشونو، تاوتریخوالي او له پردو سره د جوړ جاړي له کبله هېڅوک هم د قدرت نیولو ته زړنه ښه نه کړي ځکه عوام او عامه ذهنیت به ورته اجازه ورنکړي.

یو بل ښه مثال دادی چې کله د روسانو د اشغال په پای کې کله چې افغاني ډلو د افغانستان د کشالې د حل لپاره د ژینیوا مذاکرات د کابل د هغه وخت له  رېژیم سره نه کول او د دوي په ځای پاکستانیانو مذاکرات کول، د افغاني ډلو وېره داوه چې د ډاکټر نجیب رېژیم به مشروعیت ومومي ځکه دوی مشروعیت له خپلو خلکو نه بلکه د ژینیوا له مذاکراتو غوښته. نو ځکه په خواشینۍ سره له همغه وخته زموږ په سیاسي فرهنګ کې مشروعیت تر لاسه کول د خپلو خلکو او پرګنو په تایید کې نه بلکه یوازې له بهرنیانو سره په مذاکراتو کې لټول کېږي. باور کېږي چې هر څومره سیاسي پروسه په افغانستان کې پوخوالي ته رسېږي نو بیا به د مشروعیت موضوع لا نورو عوامو او ټولو سیاسیونو ته روښانه شي.

د مجاهدینو ډلې کابل ته راغلې، حکومت یې جوړ کړ، مشروعیت یې پیدا کړ او د نړۍ په زیاتو ملکونو او ملګرو ملتونو کې یې نمایندګان لرل خو څرنګه چې په خپلمنځي جګړو کې لټاړ شول، د ملي سترو مسلو په ځای یې و قومي او ګروپي خبرو ته پاملرنه وکړه،  د خلکو ستونزې یې حل نکړې او د خپلو پرګنو تایید یې له لاسه ورکړ، نو کوم مشروعیت هم ور پاته نشو.

خو تاریخ داسې زیات مثالونه لري چې کله یو سیاسي بهیر او مشر یې د خلکو رښتینی ملاتړ تر لاسه کړي هېڅ څوک یې هم مشروعیت تر سوال لاندې نشي راوستلای، که ټوله نړۍ هڅه وکړي چې چاته مشروعیت ورکړي چې د خپلو خلکو او پرګنو ملاتړ ورسره نه وي مشروعیت یې دوام نه کوي. د دې یو ښه مثال نلسن مندېلا او د هغه ګوند دی. ټولو اغیزمنو نړیوالو استعماري قدرتونو په لمړي پیل کې هغه ترورست باله، ۲۷ کاله یې په زندان کې تر شکنجو لاندې د تورو تمبو شاته تېر کړل، خو ورځ تر بلې د هغه حقانیت او مبارزه نړیوال شهرت مونده او همغه و چې مشروعیت خو څه کوې، د هېواد ولس مشر او نړیوال منل شوی شخصیت شو.

خو که په ایران کې د خمیني �� خوځښت تاریخ ته وګورو، کله چې خلکو یې ملاتړ کاوه یو زورور دولت چې د زیاتو نړیوالو قدرتونو ملاتړ یې درلود رانسکور او دولت یې جوړ او نړیوال هم اړ شول چې مشروعیت یې ومني که څه هم نه یې خوښېدا. خو بیا کله چې ایراني اخوندان په فساد کې راګیر، رژیم د سیمې د هېوادنو په چارو کې لاسوهل پیل کړل او د خپل هېواد زیاته بودجه یې په بهرنیو ملکونو کې لګول پیل کړل، خلک یې بېوزله شول او اوس په رېژیم کې د بېعدالتیو او نورو لاملونو تر څنګ د رېژیم مشروعیت ورځ تربلې تر سوال لاندې راځي.

اوس هم همدا ستونزه لرو، زموږ ډېری سیاسیون د خپلو پرګنو د تایید او له هغو څه د خپلې مشرۍ د ملاتړ ترلاسه کولو په څرنګوالي نه پوهېږي. دوی کومه علمي مشارکتي او سیاسي برنامه نلري، نه ورباندې باور لري او که ووایې چې داسې پروګرام جوړ کړي هېڅ اهمیت نه ورکوي. دوی له مالي پلوه پخپلو ګوندونو کې د پام وړ شفافیت نلري، د تصیم نیولو کوم د اعتبار وړ او له ننیو شرایطو سره سم میکانیزم نلري. ګوندي او سیاسي فعالیتونه زموږ په ملک کې زیاته مخینه نلري نو زموږ سیاسي ډلې که په هره مفکوره وي، څرنګه چې د یوه ټولنیز کلتور لرونکي دي، له یو څه وړو توپيرونو سره سره د پلان کولو او اوږدمهاله ستراتېژیکو تګلارو په جوړولو باور نلري، یو یې هم نه توانېږي چې په سیاسي پروسه کې خلک مخ په وړاندې په علمي توګه رهبري کړي، عامه نظر په علمي توګه ځانته معلوم او په سم لوري رهبري او مدیریت کړي، زموږ په سیاسي ډلو کې له فساد سره مبارزه او د قانون منل نا اشنا خبره ده، دوی قانون یوازې هغه وخت غواړي چې خپله ګټه یې پکې وي او هر بل وخت یې مخالفت کوي، د دوي فعالیت یوازې د ټاکنو او چوکیو ویشلو په وخت څرګندېږي. نو کله چې د خلکو د ملاتړ اړتیا پیدا کړي، قومي اختلافاتو ته لاس اچوي.

راځو بېرته افغانستان ته د برېتانیا د څېړونکو او ستراتېژستانو سفرونو ته. بیا وروسته کله چې پالمرسټون د برېتانیا د بهرنیو چارو وزیر ویلي وو چې افغانستان د شطرنج د تختې په سر داسې یوه مهره ده چې باید په ځای او مهم وخت وکارول شي. نو لیکوال او ژورنالیست دېوېډ لاین وایي دا هر څه د افغانستان د ګټې لپاره نه، بلکې د روسیې په وړاندې د یوه دفاعي دیوال او جنګ د سنګر په توګه د کارولو لپاره و. د پالمرسټون د طرحې او نقشې له مخې دا ځل الکساندر برنیس غوره شو چې افغانستان د دې کار لپاره ته تیار کړي. روښانه ده چې ته کله یو ملک ستا د حریف په وړاندې د سنګر په توګه کارولو ته تیاروې، هلته د خپلو ګټو لپاره نیابتي جګړه له خپل ستراتېژیک سیمه ایز او نړیوال سره پیل کوې، د هغه ملک خلک باید ښه وپېژنې، مهم ملي او د خلکو د راټولېدو شخصیتونه یې تشخیص او په وړاندې یې ځان غوښتونکي او وطن پلورونکي هم ومومې او وکاروې، د قومونو ځانګړتیاوې یې ځانته معلومې کړې، د بېل یې کړه یېل ېې کړه فورمول ورباندې پلی کړې، نالوستي، بېوزلي او جاهل یې وساتې، پرېنږدې چې سیاسي شعور او د نړیوالو اړیکو پاللو قدرت ومومي او له نورو سیمه ایزو او نړیوالو قوتونو سره اړېکې ولري، بلکه یوازې ځانته یې باید محتاج وساتې.

الکساندر برنیس چې یو دا وخت ۲۷ کلن ځوان، د خپل وخت تر ټولو نوښتګر ستراتېژیست، سیاسي کارپوه او د ژبو ماهر و، په دري ژبه یې روانې خبرې کولې، هغه چې د پنجاب له لارې کابل ته روان و نو په لاره یې رنجیت سنګ ته د یوې انګرېزي ارزښت لرونکې بګۍ او دوو اصیلو اسانو تحفه ورکړه او په 1831 کال کې افغانستان او کابل ته راغی، بیا بخارا ته لاړ او د امو د سیند په اوږدو کې یې خپل حماسي یادښتونه ولیکل او زیاتو خلکو خوښ کړل. په دې یادښتونو کې هغه کابل د یوه ستر او مهم تجارتي مرکز په توګه او په کابل کې بالا حصار د یوه مهم ستراتېژيک او پوځي مرکز په توګه یاد کړی دی. ده د کابل خلکو مېړانه، معنویت، فساد او بد اخلاقۍ ټول ولیدل. ده ولېدل چې هلته یهود، عیسویان، هندوان، سکان او نور اوسېدل، شراب ازاد پلورل کېدل. برنیس د اس ځغلولو داسې سیالۍ ولېدې چې لمړۍ درجې ګټونکي کس ته نجلۍ، دوهم ته ۵۰ پسونه، دریم ته هلک ورسېده، همداسې په ترتیب سره په پای کې یوه کس ته هندوانه ورسېده چې ټولو ورباندې وخندل. معنی ېې داده چې برنیس او انګرېزانو زموږ ټولنیز حالت او سیاسي شعور او نظام څارل او بیا یې پلان او د لارې نقشه جوړوله او پرېکړې یې کولې.

برنیس بل ځل له یوه هندي ملګري سره چې موهن لال نومېده د غربي هند په لور د یوه ملنګ په څېر په پښو سفر پیل او بستره یې په شا کړه. د موهن لال پلار چې د هند له لوړ پاړکي څخه و د ایلفنسټن په لمړي سفر کې په کال 1808 م کي د سکرتر په توګه ملګري و. دا راښيي چې انګرېزانو اړیکو پاللو، ځاني ملګرو او د هغوي پوهې او معلوماتو ته څومره اهمیت ورکاوه او څنګه یې ځایي خلک او پوهه د ځان په ګټه کارول، ځکه د هر بهرني لپاره د ځایي خلکو، قومونو په دود او دستور، مهمو شخصیتونو او تاریخ باندې ځان پوهول مهم وي. موهن لال چې د لوړو زده کړو خاوند و، د افغانستان او هند په اړیکو ښه پوهېده او د افغانانو له فرهنګ او مزاج سره ښه اشنا و. دی وایي: « افغانان له یو شمېر سپین سترګیو سره سره ډېر زړور او بې پروا دي، په اس ناست وي ښه نښه کوي، ډېر ځله په یوې وړې تېروتنې یو بل وژني، تل د خپلې مېړانې باټې وهي.»

له سکندر مقدوني څخه روایت دی چې ویل به یې: ((چې خدای مو د کوبرا له زهرو، د زمري له غاښونو او د افغانانو له غچ اخيستلو په امان کې لره)). سکندر خپلې مور ته په يوه لیک کې د افغان خاورې په باب ليکي: ((د دې خاورې هر فوټ ځمکه پولادين دېوال ته ورته ده، مورې تا خو يو الکساندر نړۍ ته راوړی، خو هلته هره مور يو الکساندر زېږوي.))  

د انګلستان ملکې د الکساندر برنیس د مالوماتو راټولولو او خپل دولت ته د خدمت له کبله عالي دولتي نشان ورکړ او د مکتاټن سره یې ډګر جنرال الکساندر برنیس ته په افغانستان کې دنده ورکړه. په دې وخت کې چې ویلیزلي په هند کې مشري کوله د هغه یوه بل ګومارل شوي او غوره تحلیلګر چارلس میټکاف ته دنده ورکړه چې هغه هم د افغانستان او د سکانو د واکمنۍ تر منځ د اړیکو څېړنې کولې، سکانو زیاتې افغان ځمکې لکه پېښور او نور ونیول، شاه شجاع یې بندي او سخت توهین کړ، خو سکان بیا وروسته انګرېزانو ته تسلیم شول. برنیس په ځان د خان نوم اېښی و او غوښتل یې ځان له خلکو سره یو ځای وښيي.

بل انګرېز څېړونکی مورکرافت و چې د افغانستان شرقي خواوته یې سفر وکړ، پېښور او وزیرستان ته لاړ او دا یې ویل چې د ښو اسانو په لټه کې دی، په وزیرستان کې یې دوه ښه اسونه په نښه کړل، خو په حقیقت کې یې د افغانستان د مهمو سیمو او اغیزه لرونکو خلکو څېړنه کوله او معلومات یې راټولول. د وزیرستان د قومونو په هکله یې پلټنې وکړې، د خیبر درې او د هغه ځای د خلکو په هکله یې معلومات راټول کړل. د مورکرافت بل ملګری جورج ټربېک نومېده چې کابل ته په لاره لوټل شوی و او ده د اسیا زیاتې برخې ولیدې. مورکرافت او جورج ټربېک دواړه د ورپېښې تبې له کبله د افغانستان په شمال کې په کال 1825م کي مړه او په مزار شریف کې یې مړي ښخ شول.

که تاسو د انګرېز استازو لکه الفنسټن او برنیس…. لیکنو او نورو تاریخي ارزونو او سندونو ته وګورئ، درته به روښانه شي چې دوی په هر نامه که هغه تجارت و، سیاسي نماینده و او یا بل هر څه نوم چې ورکړ شوی و، خو اصلي دنده یې جاسوسي وه. راجیف دورګا په خپل اثر کې وایي: د انګرېزانو د استازو اکثره قضاوتونه په حقایقو نه بلکه په کینه ولاړ و، دوی به خپلو مشرانو ته له کینې ډک پیغامونه لېږل او هغوی ته به یې د روسانو تهدید تر واقعیت زیات ستر ښوده.

نور بیا…

د دې په هیله چې له نړیوالو په اړیکو کې خپلې ګټې وساتو

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب