یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Home+افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۳۱ منډو وسوځېده

افغان لوبډله په لومړۍ پاڼۍ کې په ۱۳۱ منډو وسوځېده

تاند ( سه شنبه، د حوت ۱۲) د افغانستان او زمبابوې لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټېسټ لوبه نن د افغان لوبډلې په توپوهنه پيل شوه.

افغان لوبډلې کمزوری پیل وکړ او یواځې یې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۱ منډې وکړې.

په توپ وهنه کې رحمت شاه ۶، منیر احمد کاکړ ۱۲، حشمت شهیدي ۵، لوبډلمشر اصغر افغان ۱۳، عبدالواسع ۳، حمزه هوتک ۱۶، ابراهیم ځدران د پنځه څلوريزو پر مټ په ۴۱ توپونو باندې ۳۱ او افسر ځاځي په ۷۰ بالونو باندې ۳۷ تر ټولو زیاتې منډې جوړې کړې

د زمبابوې له لوري چټکوتوپ اچوونکو ښه توپ اچونه وکړه او د افغان لوبډلې څلور پیاوړي لوبغاړي وسوځول.

د مزرباني تر څنګ نيچي درې ، تریپانو، لوبډلمشر ویلیمس او سکندر رضا یو یو لوبغاړي وسوځول.

اوسمهال زمبابوې لوبډله میدان ته راغلې او د افغان لوبډلې پر وړاندې خپله لومړۍ پانۍ تر سره کوي.

زمبابوې تر دې دمه ۵۴ منډې کړي او څلور لوبغاړی یې سوځېدلي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب