سه شنبه, مې 7, 2024
Homeخبرونهپه افغانستان کې له پنځه سلنې لږ ملکیتونه د ښځو په نوم...

په افغانستان کې له پنځه سلنې لږ ملکیتونه د ښځو په نوم ثبت شوي

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) نړیوال بانک وايي، د افغانستان د ځمکو اداره کولو پروژې د ځمکو لرونکیو ته د ملکیتونو د سند وېش پیل کړی چې د ښځو د ملکیت حق لرلو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.

د نړیوال بانک له لوري په خپاره شوي راپور کې راغلي، د افغانستان د قوانینو پر بنسټ مېرمنو او نارینه وو ته د ځمکې او ملکیت د لرلو مساوي حقونه ورکړل شوي، خو ناپوهي، د قانون نه پلي کېدو او یو شمېر دودونو افغان میرمنې د ملکیت له حقونو بې برخې کړي.

ددغې ادارې د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې له پنځه سلنې لږ ملکیتونه د ښځو په نوم ثبت شوي دي.

د ملکیتونو ټولنیزو، اقتصادي او کلتوري ارزښتونو ته د لاسرسي لپاره میرمنې اړتیا لري، چې د خپلو ملکیتونو سندونه تر لاسه کړي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د ځمکې یا نورو ملکیتونو له لرلو د ښځو بې برخې کول به هغوی له سیاسي او اقتصادي ډګره لرې کړي چې په دې کار سره به یې په ټولنه کې پرېکړې نورې هم محدودې شي.

د معلوماتو پر اساس، اوسمهال د افغانستان په اته ولایتونو کې د میرمنو لپاره د ملاتړ دفترونه جوړ شوي او ښځینه د ملکیت سند د تر لاسه کولو لپاره هڅوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب