یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهمسؤلان: تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې

مسؤلان: تخار کې طالبانو ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې

تاند (سه شنبه د حوت ۱۲) په داسې حال کې چې په ښوونځیو کې کلنۍ ازموینې پیل شوي، د تخار د پوهنې ریاست مسؤلان وايي، طالبانو په دغه ولایت کې ښوونځي ته د نجونو د تګ مخه نیولې ده.

د مسؤلانو په خبره، وسله ‌والو طالبانو د تخار په قلبرس او چایله سیمو کې نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه نه ورکوي.

د تخار د پوهنې ریاست اداري معاون نن سه شنبه له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، ، طالبان په هغو سیمو کې چې د دوی تر واک لاندې دي، نجونو ته له اووم نه په لوړو ټولګیو کې د زده‌ کړو اجازه نه ورکوي.

نوموړي زیاته کړې، د طالبانو له دې خبرداري سره سره بیا هم نجونې ښوونځیو ته حاضرې شوي او د معمول په څېر یې کلنۍ ازموینې دوام لري.

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.

باید وویل شي چې له اوږده ځنډ وروسته چې د کورونا له کبله د ښوونځیو په زده‌ کړو او ازموینو کې راغلی و، د زده‌ کوونکو ازموینې پیل شوې دي.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم د طالبانو تر واک لاندې سیمو کې د نجونو د زده کړو په هکله دغه ډول راپورونه ورکول شوي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب