شنبه, مې 18, 2024
Home+ماته بېړۍ او زورورې څپې

ماته بېړۍ او زورورې څپې

لیکوال: محمد محق

ژباړونکی: ډاکتر محب زغم

(3)

ترهګري او د عقیدې د دفاع پلمه

ترهګري، دیانت او اخلاق:

ترهګري چې نن سبا د داعش، القاعده، طالبانو او د دوی د همفکرانو په لاس پالل کېږي، ګڼ سره اوبدل شوي عاملونه او انګېزې لري لکه بېوزلي، تبعیض، د ملي دولتونو ناکامي، فرقه‌يي شخړې، نامتوازنه پراختیا، بې انډوله نړۍوال کېدل، او داسې نور او د ایکي یوه عامل زېږنده یې نه شو بللی. په دې منځ کې یو اساسي عامل چې د ترهګرۍ چارې آسانوي، د دیني اعتقادونو یو ډول دی چې کله له نورو عاملونو سره یو ځای کېږي، ترهګري ورنه زېږي. که دیني عنصر ورنه وباسو، دا به ډېره سخته وي چې د مختلفو ملکونو وګړي له مختلفو مخینو سره راشي او د دنیا په مختلفو ځایونو کې سره خپل شي، داسې په کلکه په ګډې موخې پسې ولاړ شي چې تر ټولو مهم اړخ یې د بې ګناه وګړو د وینې بهول وي، ان د ماشومانو وینه، او په دې توګه د نړۍ امنیت ته جدي ستونزه راولاړه کړي.

دا نو څنګه داسې کېږي چې دیني اعتقادونه دې دې برید ته ورسېږي، حال دا چې اکثره خلک له دیني باورونو څخه دا تصور او دا تمه لري چې ژوند ته معنا ورکړي، د انسانانو په مقابل کې د مسوولیت احساس راکړي، او بالاخره د مؤمن انسان اخلاق ورباندې لوړ شي. په نړۍ کې مختلف دینونه شته خو لارویان یې له استنثايي او بحراني حالتونو پرته، بله وخت خشونت ته مخه نه کوي. ان په اسلام کې هم، سره له دې چې اوسنۍ ستونزه په اسلام پورې تړلې ګڼل کېږي، خبره هماغسې ده ځکه چې اکثره مسلمانان په دې کارونو خپه دي او په دې شرمېږي چې د نړۍ په هر ګوټ کې د دوی د دین له نامه سره کرکه پاروونکي جنایتونه تړلي ګڼل کېږي، دوی په دې وجه اندېښمن او غوسه دي.

البته دا به هم په پام کې نیسو چې دین، هم د اعتقاداتو په حیث او هم د طریقې په حیث، په عمومي ډګر کې یوازینی فعاله لوبغاړی نه دی، بلکې له پخوا څخه د نورو ځواکمنو عاملونو لکه سیاست، اقتصاد، او فرهنګ په څنګ کې او له هغوی سره په تعامل کې لوبېږي. دغه متداخله رابطه رانګارنګ اړیکي او مناسبتونه رامنځته کوي او په هر وضعیت کې د دې لویو ټولنیزو عاملونو نقش او ځای ځایګی بدلېږي رابدلېږي.

خو داسې څه پېښېږي چې دین د وحشت، ترهې، او جنایت په مرستندوی عامل بدلېږي او په بله وینا، مؤمن څنګه ټروریست کېږي، هغه چې مؤمن دی په اخلاقي لحاظ ځان څنګه قانع کولی شي چې ترهګري وکړي؟

د دې قلم د څښتن په باور، د دې پوښتنې ځواب لږ تر لږه په درېو درون دیني عاملونو کې پیدا کولی شو چې لومړنی عامل یې الهیاتي عامل دی. د ابراهیمي دینونو په اعتقاد کې خدای د هر څه په محراق او مرکز وي او هېڅ مفهوم تر هغه مهم نه وي. همدا وجه ده چې د خدای د مفهوم د انګېرنې څرنګوالی د معتقد انسان پر کړنو نېغ په نېغه اغېزه لري.د دیندارانو په ذهن کې د خدای مفهوم دومره رنګارنګ او متکثر دی، لکه د دیندارانو شمېر. دا دعوا به غلطه نه وي چې وویل شي چې هر دینداره انسان خپل خاص خدای لري او یوازې هماغه خدای لمانځي. البته دلته مطلب د خدای په اړه د انسان ذهني تصور او شناخت دی، نه هغه بیروني ذات چې دوی ورباندې عقیده لري. ټول دینداران له خدای سره او بیا له نورو کسانو سره خپل اړیکي په خپل ذهن کې د خدای د شته مفهوم پر اساس تنظیموي. د هر معتقد انسان په ذهن کې د خدای د مفهوم رغښت او رامنځته کېدل، ګڼل عاملونه لري، له ذهني – اروايي عاملونو څخه رانیولې تر فرهنګي او ټولنیزو عاملونو پورې، نو د نظري چوکاټو له ورته والي سره سره، د خدای په اړه د هر چا شخصي انګېرنه ډېره متفاوته وي.

د بېلګې په ډول، په ټولنیز اړخ کې، په هغو ټولنو کې چې د انسانانو اړیکي په عمودي بڼه رغېدلي وي او قدرت عمدتاً متمرکز وي، هلته د ډېرو خلکو په ذهنونو کې د خدای مفهوم تر ډېره بریده د یوه مقتدر او مستبد واکمن بیا رغول شوی تصویر وی. په اروايي اړخ کې، که وګړی فرضاً خورا بدوینی، سخت دریځی، او بدګومانه وي، په ذهن کې به یې د خدای مفهوم هم لږ یا ډېر همدغسې وي. په بله خوا کې، که چا عاشقانه تجربه تېره کړې وي، خدای ورته د متعالي معشوق غوندې ښکاري او له خدای سره د هغه اړیکي به عاشقانه رنګ ولري. په همدې رقم په دې برخه کې خورا ډېرو نورو عاملونو پل هم موندلی شو. [ماکسیم ګورکي په «ماشومتوب» ناول کې د خدای په اړه د خپل ماشومتوب تصور څه داسې بیان کړی و چې ما ګومان کوم چې دوه خدایان دي. یو مې د بابا خدای چې خورا قهرجن او غوسه‌ناک دی او غواړي چې د هر شي غچ له بنده‌ګانو واخلي او هر وخت باید ورنه ووېرېږې او ورته زارۍ وکړئ چې ګناهونه دې وبخښي او جزا در نه کړي. بل مې د انا خدای دی چې مهربانه او زړه سوانده دی، له هغه سره خواله کولی شې او هغه د ملګري غوندې درته غوږ وي. ژباړن]

خو له دې ناپایه تکثر سره سره، الهیاتي نظام د خاصو نظري اساساتو پر بنسټ رغولی شو، او په عمل کې هم په تاریخ کې همداسې شوي دي. دغه الهیاتي نظامونه د دیندارانو په ذهن کې د خدای د مفهوم په رغولو کې لوی لاس لري.

که په الهیاتي کچه د خدای داسې مفهوم وپالل شي چې هغه په عدالت او انصاف کې داسې بې‌پروا موجود وښيي چې اخلاقو ته ملزم نه دی او داسې کارونه کولی شي یا یې له خپلو بنده‌ګانو څخه د کولو غوښتنه کولی شي چې هېڅ اخلاقي توجیه ونه لري، نو ښکاره ده چې معتقد وګړی به هم د اخلاقو پروا نه کوي. بیا به هغه ته اخلاق یوازې هماغه خبرې ښکاره شي چې د شرعې په ژبه بیان شوي دي او د اخلاقو هغه لوی او پرتمین مفهوم به خپل ځای د شریعت برسېرن رعایتولو او د فقهې د احکام سېمبولیک تر سره کولو ته پرېږدي. د دې برخلاف، که خدای د داسې ذات په توګه وپېژندل شي چې د ټولو ښکلاوو سرچینه ده او په همدې وجه «ښکلا خوښوي» او «ظلم یې هم پر ځان او هم پر نورو باندې حرام کړی دی» ځکه چې پخپله عادل دی، او نه یوازې ظلم بلکې هر غیر اخلاقي عمل منع کوي، نو بیا به اخلاق په دیانت کې بله معنا پیدا کړي. د باب شوي الهیاتي نظام انتقادي مطالعه د ترهګرۍ د ریښو د معلومولو یو اغېزناک ګام دی. هغه ادارې او مرکزونه چې پخپله خامخا ترهګر نه دي خو دغه الهیات تولید او عرضه کوي، باید خپل دروند او سخت مسوولیت وپېژني.

پر الهیاتې کچې سربېره، د شریعت او اخلاقو رابطه هم بل مهم عامل دی. معنا دا چې که د یوه دین شریعت داسې تفسیر شي چې هر شی پر وچو حقوقي قواعد وتلي او اخلاق په کې د شریعت د احکامو په پرتله په څنډو کې وي، بیا به دینداره وګړی خپل ژوند یوازې د شریعت له غوښتنو سره سم اعیار کاندي، نه د اخلاقي غوښتنو پر اساس. د شریعت او اخلاقو رابطه، سره له دې چې متنافر او متنافي الطرفین نه ده، خو یوه باریکي په کې شته چې د اکثرو دیندارانو نه ورپام کېږي. باریکي دا ده چې د اکثرو نوموتو فقیهانو په باور، د احکامو ظاهري اجرا کول، په خپل ذات کې د دین هدف نه دی، بلکې د نورو خاصو موخو د تحقق لپاره وسیله ده. دغه خاصې موخې د شریعت په مقاصدو کې راڅرګندېږي. د شریعت خاص مقصدونه د انسان د حقونو پر مدار راچورلي، یا باید وچورلي، چې د فقیهانو په اتفاقي باور، د انسان د سر او ژوند خوندیتوب یې په سر کې دی.

کله چې له مقصدونو سره یې د شریعت رابطه شلېږي او د شریعت د ظاهري احکامو اجرا کول په هدف بدلېږي، بیا نو شریعت د هغو کسانو لپاره چې خپلې واکمنۍ او سلطې د ټینګولو په وسیله اوړي چې ځان د شریعت د تطبیقولو استازی راپېژني. پرته له دې چې هدفونه یې په پام کې ونیول شي، د احکامو اجرا کول، د قوانینو د اجرا کولو غوندې، یوازې د نورو د ځپلو او د خپلې واکمنۍ د ټینګولو وسیله وي.

دا چې په مختلفو هېوادونو کې بنسټپالي مسلمانان د شریعت له تطبیق سره شهوت‌ناکه مینه لري او له اخلاقو سره بې رغبته دي، وجه یې له واکمنۍ او اقتدار سره سخته مینه ده. دغه مینه او جذبه هله خپلې څوکې ته رسېږي چې د ټولنې محرومو خلکو ته د پخوانیو فتوحاتو او بې شمېرو غنیمتونو له تلوسې ډکې کیسې ویل کېږي او په دې کیسو کې بیا خورا رومانټیکې صحنې هغه وي چې د ترک او هندو او رومي غلامانو او کنیزانو د شمېر خبره او د فاتحانو تر منځ د هغوی د وېشلو کیسې کېږي، خو په ذهنونو کې دا پوښتنه نه پيدا کېږي چې دا کارونه څومره اخلاقي دي.

د طالبانو د واکمنۍ تجربه د هغوی د اقتدار په ټولو کلونو کې او اوس مهال په عراق او سوریه کې د داعش تجربه دا خبره ښه بربنډوي چې د شریعت برسېرن تطبیقول، بې له دې چې په اخلاقو د باور خبره په منځ کې وي، هغوی ته یو طلايي فرصت ورکوي چې د خپلو مخالفانو مال غارت کړي، ښځې او نجونې یې وینزې کړي او د مرييانو د خرڅولو بازارانه ولګوي. همدارنګه دا ډلې او همفکران یې چې کله له سیالو ډلو سره ټکر کوي، دا کارونه ځان ته جایز ګڼي چې هر رنګه غیر اخلاقي وسیلې، لکه تور لګول، دروغ، د ناحقو خبرونو خپرول، او د رقیب وژل، وکاروي ځکه د دنیوي واکمنۍ او اقتدار په سر شخړه د جګړې منطق غواړي، او د ځینو روایتونو مطابق په جنګ کې چلبازي، بې رحمي او قسوت جایز دي.

خبره هله  د پوره ناورین برید ته رسېږي چې دینداري د اخلاقو بدیل او ځایناستی بلل بلل کېږي، داسې چې ګواکې د دین په لرلو سره اخلاقو ته اړتیا نه پاتې کېږي. هغه دینداران چې په همدې باور دي، څومره چې د خپلو اخلاقو بانکي حساب تش ویني، هماغومره د خپلې ظاهري دیندارۍ بانکي حساب لا زیات ډکوي. ظاهري دینداري هم د چا قدر او احترام زیاتوي، هم یې قدرت او پیسې ډېروي او هم د قدرت او ثروت د استفادې لپاره ورته د «شرعي چلونو» د کارولو لارې چارې برابروي.

د دیندارۍ او اخلاقو د موضوع بل پټ چې پر دې دوو اغېزه پرې باسي، له وینې تویولو او خشونت سره د مقدسې چارې رابطه ده. د بشر د څو زره کلنې تجربې په ترڅ کې، له هند او چین څخه رانیولې تر افریقا او لایتنې امریکا پورې، په مختلفو فرهنګونو کې د وینې تویول خاصه معنا لرلې ده. د قربانۍ مراسم، د ژوند فدا کول، او د خدایانو یا د هغوی د مجسمو په وړاندې د وینې د تویولو سېمبولیک دودونه – د اولاد وینه، یا د خپل بدن د کوم غړي وینه، یا لږ تر لږه د کوم حیوان وینه – لا هم د بشر په جمعي ذهن کې شته او کارېږي. دا سمه ده چې د تمدنونو په پرمختګ سره د هغوی خشنې بڼې منسوخې شوې دي او په مختلفو دینونو کې د قربانۍ مفهوم مختلفو لوریو ته تللی او د وینې تویول ځای نورو مناسکو نیولی دی، خو لا هم په ځینو فرهنګونو کې – په تېره د مسلمانو بنسټپالو په منځ کې – د خپلې عقیدې لپاره له خپل سره تېرېدل تر ټولو لوړ ارزښت ګڼل کېږي او ستایل کېږي.

 د دې کسانو په نظر، عقیده یوازې د انسان په ذهن کې د ځینو مفاهیمو انځورېدل نه دي چې ویې ارزولی شو او نقد یې کړو او اصلاح یې کړو. د دوی په نظر په یوه مقدس امر باندې عقیده او پخپله هغه مقدس امر دواړه سره برابر دي، او د ستونزې غوټه همدا ده او کله چې مذهبې جذبې آخري حد ته رسېږي، فاصلې له منځه ځي او معتقد له مقدس امر سره ځان یو شان ګڼي. په دې خاصو شېبو کې هم کرکه او غوسه او هم شور او ولولې د تقدس رنګ اخلي. په دې حالت کې نو سر او مال او ژوند د عقیدې لپاره د قرباني کولو لپاره هېڅ هم نه دي.

کېدای شي دا حالت د دریمګړي ناظر په سترګو کوم ډول جنون، لېونتوب یا بل ډول اروايي ناروغي ښکاره شي خو د بنسټپالي معتقد انسان لپاره د ایمان او د ټینګې عقیدې «خاصه ننداره» ښکاري. د خاصې نندارې پنځول یوازې د سینماګرانو لپاره مهم نه دي، بلکې د داعش، القاعدې، طالبانو او نورو همفکرانو لپاره یې هم ډېر مهم دي. دوی د پخوانیو انسانانو په شان چې د خپلو خدایانو په وړاندې به یې قربانۍ کولې، دغه خاصې نندارې په مناسکي روحیه ترسره کوي او په هماغه روحیه یې فلمونه اخلي او بیا یې خپروي. دوی د خپلو عملیاتو په فلمونو کې په ښکاره راښيي چې د قربانیانو د جسدونو د ټوک ټوک کېدو په وخت کې په خاص شوق او خوښۍ او نشئې سره تکبیر وايي او مذهبي اوراد تکراروي.

په متعارف وضعیت کې خشونت او ګواښل او وینه تویول د اخلاقو په تله تلل کېدای شي او د ښه او بد حکم پرې کېدای شي خو د بنسټپالي لپاره، په تېره بیا هغه مهال چې ځان او دین ورته یو ښکاري، پخپله د اخلاقو منبا وي او هغه کار چې د نورو لپاره خورا غیر اخلاقي کار دی، د دوی لپاره د اخلاقو کمال وي، هماغسې چې د نورو لپاره وژل کېدل د ماتې معنا لري، د دوی لپاره بری او د بري تر ټولو لوړ ډول دی.

په دې حساب، دا پوښتنه کولی شو چې ترهګر ته د اخلاقو خبره څنګه کولی شو چې په خپل کار فکر وکړي، او که فرضاً، دا هڅه ناکامه شوه، د هغوی د خشونت د مخنیوي تر ټولو اخلاقي لاره به کومه وي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب