چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماایا انوشکا شرما حامله ده؟ ځکه نه ښکاري؟

ایا انوشکا شرما حامله ده؟ ځکه نه ښکاري؟

تاند: د بالیووډ شوخه اداکاره انوشکا شرما دې ورځو کې د فلم او سینما د پردې پر ځای زیاتره د خپل کرکټي مېړه ویرات کوهلي په څنګ کې ښکاري.

نوموړې له ۹ میاشتو راهیسې فلمي نړۍ که نه شته، چې ګڼې پوښتنې یې له خلکو سره پیدا کړي او داسې اوازې هم شته چې هغه ګواکې حامله ده.

 خو انوشکا وايي، داسې کومه خبره نشته، بلکې په وینا یې غواړي تر یو وخته پورې ارام وکړي، ځکه له ډېر کاره ستړې شوې ده.

نوموړې وايي، ۲۰۱۷ کال کې له ویراټ کوهلي سره تر واده وروسته یې پرله پسې فلمونو کې کار وکړ او خپل مېړه ته یې وخت بېل نه کړای شو: (( له واده وروسته په سويي دهاګه فلم او بیا په زیرو فلم کې راغلم، چې دې کارونو ډېره مصروفه کړم، اوس مې زړه دی رخصتي ولمانځم.))

انوشکا شرما وايي، غواړي څو نورې میاشتې هم په کور تېرې کړي او دې وخت کې به هیڅ فلمي پروژه کې برخه وانخلي.

 نوموړې وايي، غواړم یو څه وخت له ویراټ کوهلي سره تېر کړم او لازمه ده چې تخلیقي کارونه ترسره کوونکي خلک د ډېر کار نه ډېر وخت لپاره رخصتي واخلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب