چهارشنبه, مې 8, 2024
Homeکلتورسینماکابل کۍ د ازادۍ په ویاړ د ۱۰۰ فلمونو فسټیوال جوړېږي

کابل کۍ د ازادۍ په ویاړ د ۱۰۰ فلمونو فسټیوال جوړېږي

تاند: کابل به په لومړي ځل د خپلواکۍ د سلمې کلیزې د رارسېدو په ویاړ د زمري له ۱۲مې څخه تر ۱۹مې پورې د افغاني ۱۰۰ فلمونو د فسټیوال کوربه وي.

د افغان فلم رئیسه صحرا کریمي وايي، دا سل فلمونه به د شنبې له ورځې څخه د آی خانم، نما رسانه او د ښکلو هنرونو پوهنځي سینماګانو کې نندارې ته کېږدي.

میرمن کریمي زیاته کړې، دا فسټیوال سینماګانو ته له کورنیو سره د خلکو د تګ فرهنګ د بیا راژوندي کولو لپاره جوړوي: (( وروستیوکلونو کې جوړ شوي فلمونه د افغانانو د نفرت سبب شوي، ځکه خو دوی سینما ته په بده سترګه اوس ګوري.))

نوموړې وايي، اوس د فلم په اړه د خلکو د ذهنیت د بدلولو وخت رارسېدلی او دا وار د ازادۍ فلمي فسټیوال کې به د کورنیو او بهرنیو ډایرکټرانو لخوا جوړ شوي مهم فلمونه، د افغان فلم د ارشیف فلمونه، تاریخي فلمونه او تېرو اتلسو کلونو کې نور غوره جوړ شوي فلمونه نندارې ته کېښودل شي.

 د صحرا کریمي په خبره، دا لومړی ځل دی چې افغان فلم ریاست دومره لوی فسټیوال جوړوي، خو له دې وروسته یې هوډ دا دی چې هر کال فلمي مېلې جوړې کړي.

نوموړې وايي، د دې فسټیوال ۴ میلیونه افغانۍ بودیجه د حکومت لخوا ورته منظوره شوې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب