جمعه, مې 10, 2024
Homeکلتورسینمادیا مرزا له مېړه طلاق اخلي

دیا مرزا له مېړه طلاق اخلي

تاند: بالیووډۍ اداکارې دیامرزا اعلان کړی چې له خپل مېړه سره پنځه کلن ګډ ژوند ته د پای ټکی ږدي.

دیا مرزا له (رہنا ہے تیرے دل میں، سنجو او تم کو بھول نہ پائیں گے) فلمونو خورا شهرت ته رسېدلې وه خو اوس یې په ټولنیزو رسنیو کې خبر خپور کړی چې نور له خپل مېړه سره ګډ ژوند نه شي کولی.

 نوموړې ویلي له خپل نږدې ملګري ساحل سانګها سره خپل پنځه کلن واده ماتول غواړي: (( له ۱۱ کلنې ملګرتیا او ګډ ژوند وروسته مو پریکړه وکړه چې نور به بیل شو، خو زموږ دوستی به نه خرابېږي، اوس هم د یو بل عزت کوو.))

 دیا مرزا زیاته کړې، له خپل مېړه سره یې ګډ ژوند کې ډېرې لوړې ژورې راغلې، خو دوی بیا هم سره بیل نه شول: (( زه د ټولو خپلوانو او دوستانو مننه کوم چې موږ یې درک کړي یوو، دغه راز له خلکو هم هیله کوم چې زموږ د شخصي حریم درناوی وکړي.))

 دیا مرزا او ساحل سانګها د ۲۰۱۴ کال د اکتوبر په ۱۸مه واده وکړ، هغه وخت دیا ویلي وو داسې احساس کوي لکه خوب چې ګوري.

دا ښځه او مېړه ګډه سوداګریزه کمپنۍ هم چلوي خو اوس معلومه نه ده چې د کمپنۍ سرنوشت به یې څنګه کېږي؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب