Homeکلتورسینماد هند د سندرو پاچا اودیت ناراین په مرګ ګواښ شوی

د هند د سندرو پاچا اودیت ناراین په مرګ ګواښ شوی

تاند: د هند د سندرو بې تاجه پاچا اودیت ناراین ته د مرګ ګواښونه شوي دي.

 ناراین د ممبۍ – امبولي امنیتي حوزې ته ورغلی او شکایت یې کړی دی چې له اپریل میاشتې راهیسې د مرګ ګواښونه راته کېږی.

 د ناراین په خبره لومړی د مرګ ګواښ ورته په ټلیفون باندې د اپریل په ۶مه وشو او مقابل لوري ورته ډېرې سپکې وویلې: (( ما د هغه ټلیفون د موقعیت ځای څو وار وغوښتل چې معلوم کړم خو دا نمبر به اکثره بند و.))

 نوموړی وایي، روانه میاشت بیا چې خپل کنسرټ ته یې تابیا نیوله، نو ناڅرګندې شمېرې ورته ټلیفون وکړ، مسیجونه یې هم ورته وکړل او د مرګ ګواښ یې ورته وکړ.

 نوموړي له پولیسو هیله کړې چې ده ته د مرګ ګواښونه کوونکی پیدا کړي او معلومه کړي چې څه خبره ده؟

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

«شنبه» څه معنا لري او له کومه راغلې ده؟

تاند - د اوونۍ د ورځو په نومونو کې د «شنبه» وروستاړی څه معنا لري او دا کلمه له کومه راغلې ده چې ورڅخه...