تر نیم میلیون زیات کسان په جنوبي کوریا کې د پوهنتون سخت ازموینه ورکوي
تاند (شنبه، د لړم/ عقرب ۲۵ مه) تر نیم میلیون ډېرو هلکانو او نجونو د پنجشنبې په ورځ (د نوومبر۱۳مه) د کوریا کې د پوهنتون لپاره د کانکور ستره او سخته ازموینه، چې د “سونونګ” په نوم پېژندل کېږي، ورکړه. دا ازموینه د هېواد په مخکښو پوهنتونونو کې د شمولیت یوازینۍ لاره بلل کېږي، او د همدې لپاره د پولیسو او دولتي ادارو پراخې همکارۍ ورسره شوې وې. حتی په ټولو هوایي ډګرونو کې الوتنې نیم ساعت منع شوې وې، څو ازموینه له کوم مزاحمت پرته ترسره شي.
پروازونه بند، پولیس تیارسی
د انچیون نړیوال هوايي ډګر په شمول په ټولو هوایي ډګرونو کې ټولې الوتنې د غرمې له ۱۳:۰۵ تر ۱۳:۴۰ پورې ودرول شوې. دا کار د دې لپاره وشو چې د اورېدلو (listening) برخه له هر ډول شور پرته ترسره شي.
په دې موده کې ۱۴۰ الوتنې وځنډول شوې، چې له هغې جملې ۶۵ نړیوالې الوتنې وې. د پروازونو نقشه ښيي چې الوتکې د هوايي ډګرونو په شاوخوا کې راڅرخېدې، ځکه د ترانسپورټ وزارت تر ۳۰۰۰ مترو څخه په ټیټه ارتفاع کې د الوتنې مخه نیولې وه.
بازارونه او دولتي ادارې ناوخته پیل شوې
د مالي بازارونو او ګڼو دولتي ادارو کار یو ساعت وروسته پیل شو، څو زدهکوونکي پر وخت ازموینې ته ورسېږي. د دې ازموینې لپاره ۹ ساعته وړخت ټاکل شوی دی او د کوریا په خورا رقابتي ټولنه کې د زدهکوونکو راتلونکی او شغلي مسیر ټاکي.
په کوریا کې د رقابت د زیاتوالي له کبله ماشوم له ښوونځي وروسته څو کورسونو ته ځي او که دا کار ونه کړي، د لوړو زده کړو چانس له لاسه ورکوي.
ښه پوهنتون ته بریالیتوب د کوریایانو لپاره خورا مهم دي. د همدې لپاره هم زده کوونکي زیات زیار باسي او هم یې کورنۍ پرې زیات فشار راوړي. د ډېر فشار له کبله په ځلونو داسي شوي چې زده کوونکي ځان وژنه غوره کړې.
یوې مور، “یېسون کیم”، چې د ازموینې له ځایه د خپلې لور د راوتلو په انتظار وه، وویل:
«نژدې ۲۰ کاله مو د همدې ورځې لپاره هڅه کړې ده. دا د یوې اوږدې مبارزې پای او د یوې نوې مرحلې پیل دی.»
لوړ شمېر ګډونوال — له ۲۰۱۹ وروسته تر ټولو ډېر
سږ کال دې ازموینې ته ۵۵۴ زره او ۱۷۴ کسانو نوم لیکنه کړې، چې د تېر کال په پرتله ۶٪ ډېروالی ښيي. دا شمېر له ۲۰۱۹ کال وروسته تر ټولو ډېر دی.
ډېری ګډونوال د ۲۰۰۷ کال زیږېدلي دي — هغه کال چې په کوریا کې د نېکمرغۍ کال بلل کېده او د زیږونونو شمېر پکې ډېر شو (۴۹۶ زره ماشومان زېږېدلي وو).
د زوکړو ټیټه کچه او چټک زړښت
سویلي کوریا د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی چې نفوس یې په چټکه زړېدو په لور روان دی. سربېره پر دې، که څه هم سږ کال د زېږون شرحه (کچه) لږ لوړه شوې (۰.۷۵)، خو لا هم د نړۍ تر ټولو ټیټه کچه ده.