جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهپاکستاني رسنۍ وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدو له کبله...

پاکستاني رسنۍ وايي، له افغانستان سره د سوداګرۍ د درېدو له کبله ۱۰۰ میلیون ډالره تاوان اوښتی

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب 24) له څه باندې یوې میاشتې راهیسي پاکستان له افغانستان سره خپلې ټولې سوداګري لارې بندې کړي دي چې له کبله یې د دواړو هیوادونو سوداګرو ته د لسګونو میلیون ډالرو زیان اوښتی دی.

د پاکستاني رسنیو پر اساس، دې اقدام سوداګرو ته تر ۱۰۰ میلیون ډالرو ډېر زیان اړولی دی. د نوومبر تر ۱۰مې پورې، د تورخم او چمن په شمول لویې سرحدي دروازې لا هم د سوداګري راکړې ورکړې پر مخ تړلې دي. په استانبول کې د وروستیو خبرو ناکامېدل د چټک حل هیله نوره هم کمه کړې او ښايي سیمه‌ییز تجارت نورو لارو ته واوړي. دا کړکېچ چې د اکتوبر په لومړیو کې د خونړیو نښتو وروسته پیل شو، اوس په یوه اقتصادي ټکر بدل شوی دی.

د ترکیې او قطر په منځګړیتوب په استانبول کې د خبرو درېیم پړاو هم بې‌ پایلې پای ته ورسېد. اسلام‌آباد ټینګار کوي چې کابل باید لومړی د تحریک طالبان پاکستان په څېر د ډلو په اړه د پاکستان اندېښنو ته ځواب ووايي او هغه ترهګریزې ډلې کنټرول کړي چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد فعالیت کوي. خو د طالبانو حکومت د پاکستان ادعاوې بې اساسه بولي، وايي پاکستان د خپلو کورنیو ستونزو په حل کولو کې پاتې راغلی او اوس د خپلو ستونزو پړه پر نورو اچوي.

د افغانستان–پاکستان د سوداګرۍ او پانګونې ګډې خونې تایید کړې چې د دواړو هېوادونو ګډ زیان تر ۱۰۰ میلیون ډالرو اوښتی دی. د دواړو هېوادونو کلنی تجارت نژدې ۲.۳ میلیارد ډالرو ته رسېږي.

په همدې منځ کې پرون د افغانستان د طالبانو حکومت له پاکستان سره هر راز سوداګري تر هغو منع اعلان کړه چې پاکستان ضمانت نه وي ورکړی چې په هیڅ ډول شرایطو کې به سوداګري راکړه ورکړه نه بندوي.

1 COMMENT

  1. پاکستانی فوځ اوس د نوی ترمیم سره غیر مسئول واجب الاحترام او کل اختیار وګرځول شو او مافوق قانون ملیشه تری جوړه شوه ؛ملکی حکومت هسی یو نوم وو او اوس نور هم بی اختیاره شو .
    مسلمان فوج او عاقل مسلمان جنرالان هیڅکله داسی موقف او صلاحیت نه خوښوی،مسلمان جنرال باید حلال و حرام وپیژنی؛اصلاََ په کار دا وو چي علما او پارلمان دا د استعمار لجام ګسیخته ملیشی صلاحیت محدود کړی وی او د دولت نور کارونه مربوطه وزارتونو کولی او فوج له ټولواکی نه یوازی د خپل وزارت په محدوده کی مهار شوی وی او خپل حدود د صلاحیت یی پیژندلی وای ،مګر اضافه صلاحیت ورکول له ملت سره لویه جفا او تشدید د لجام ګسیختګی ده.
    که د فوج جاهلانه او ظالمانه مداخله نه وای ،ملکی حکومت هیڅ وخت دروازی نه تړلی او همداسی صدور د تروریزم او پاکستان یی ځاله ګرځول او ګاونډی او منطقه نا کرارول دا ټول د بی دین جنرالانو کار دی ،د بیت المال لوی غله ، اجرتی ملیشه او د پښتون او بلوچ قاتلان هم
    دوی دی ورنه دومره مشکلات او شرمندګی پاکستان ته نه جوړیده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب