Homeخبرونهچین د ۱۶۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د سرو زرو کان کشف...

چین د ۱۶۶ میلیارد ډالرو په ارزښت د سرو زرو کان کشف کړ

تاند (جمعه، د لړم/ عقرب چین اعلان کړی چې د سرو زرو تر ټولو ستره زېرمه یې په لیاؤنینګ ولایت کې کشف کړې ده.

د چینايي چارواکو په وینا، دا ، له ۱۹۴۹ کال راهیسې په دې هیواد کې د سروزرو تر ټولو لویه موندل شوې زېرمه ده.

د دې زېرمې اندازه شاوخوا ۱۴۴۴ ټنه اټکل شوې ده. دا کشف په داسې وخت کې شوی چې د سرو زرو په نړیوالو قیمتونو کې بې‌ساری زیاتوالی راغلی دی.

د چین د طبیعي سرچینو وزارت د جمعې په ورځ د «دادونګ‌ګو» د سرو زرو د زېرمتون کشف تایید کړ.

چارواکي وايي دغه کان شاوخوا ۲.۵۸۶ میلیون ټنه کاني تیږې لري چې په هر ټن کې د سرو زرو اوسط عیار ۰.۵۶ ګرامه دی، چې ټولټال ورڅخه نژدې ۱۴۴۴ ټنه سره زر جوړېږي.

که څه هم چارواکو د کان دقیق موقعیت نه دی افشا کړی، یوازې یې ویلي چې دا د لیاؤنینګ ولایت په ختیځ کې دی؛ هغه اقدام چې د ستراتیژیکو او امنیتي ملاحظاتو په اړه اوازې زیاتوي.

د چین د سرو زرو نوی کشف او د سرو زرو لوړې بیې

دا کشف په داسې وخت کې شوی چې په چین کې سرو زرو ته تقاضا بې‌ساري لوړه شوې ده. د ډالر د ارزښت ټیټوالي، جیوپولیټیکي کړکېچونو او د مرکزي بانکونو پراخې پیرودنې له امله سږ کال د سرو زرو بیه له ۵۰٪ لوړه شوې ده.

چین په وروستیو کلونو کې د کانونو د اکتشاف چټک کړی دی:

  • په ۲۰۲۴ کال کې یې په هونيان ولایت کې له ۱۰۰۰ ټنو څخه زیاتې زېرمې کشف کړې.
  • همداراز د اکتوبر میاشت کې په ګانسو ولایت کې له ۴۰ ټنو څخه زیاتې زېرمې وموندل شوې.

چین په ۲۰۲۴ کال کې ۳۷۷.۲۴ ټنه سره تولید کړي، چې د تېر کال په پرتله یې ۰.۵۶٪ وده ښيي.

د کورني مصرف کچه هم لوړه شوې — یوازې په ۲۰۲۴ کې چین د سرو زرو ۹۸۵.۳۱ ټنه خښتې مصرف کړي، په داسې حال کې چې د سرو زرو په ټوټو او سکو کې پانګونه ۲۴٪ زیاته شوې ده.

شنونکي وايي دا لړۍ د چین د منځني قشر د زیاتېدو ښودنه کوي چې غواړي د خپل مال ارزښت د نړیوالې اقتصادي بې‌ثباتۍ په شرایطو کې وساتي، او له همدې امله سره زر په چین کې د خوندي پانګونې تر ټولو محبوبه وسیله ګرځېدلې ده.

د ۱۶۶ میلیارد یورو په ارزښت د سرو زرو زیرمه

د اوسني نړیوال قیمت له مخې، دا ۱۴۴۴ ټنه سره شاوخوا ۱۶۶ میلیارد یورو ارزښت لري. د سرو زرو نرخ سږ کال د هر کیلو لپاره تر ۱۱۵ زرو یورو هم پورته شوی دی.

د سرو زرو دا ستره زېرمه د«لیاؤنینګ د جیولوجي او کانونو دولتي ګروپ» کشف کړې ده. په دې ګروپ کې نژدې ۱۰۰۰ متخصصان او کارګران شامل وو. ټول اکتشافي عملیات یوازې په ۱۵ میاشتو کې بشپړ شول — چې د دومره لوی زېرمتون لپاره بې‌ساری چټک وخت بلل کېږي.

د چین د طبیعي سرچینو وزارت دغه زېرمتون «په غیرعادي ډول ستر» بللی او ویلي یې دي چې دا پروژه له لومړنۍ اقتصادي ارزونې هم بریالۍ وتلې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...