عبدالعزیز نایبي
ستاکلهم، سویدن
درنو لوستونکو! موږ تاسو له اوږدې مودې راپدېخوا په کور دننه، د نفوس د کره شمېر پر سر، د لانجو او ناندریو شاهدان یوو. په وروستیو دوه – درې لسیزو کې جگړهمارانو، مفسدو عناصرو او ځیرکو گیدړانو د نفوس د شمیر په اړه له ځانه فیصلې کولې او په نظامونو کې یې د قوم، ژبې او مذهب له ادرسونو څخه برخې غوښتې؛ له بېعدالتیو ډکو پریکړو کې یواځې همدا ډلې د لوړو منصبونو او پرېمانو پیسوو خاوندان شول؛ د وطن عام وگړو ته یو خڅوځی هم گټه و نه رسېده. د ډالرو د باران په دې دورو کې د عمومي سرشمېرنې لهپاره واکمنو کوم عملي گام وا نهخیست. دې کار که له یوې خوا په نظامونو کې د ځینو کړیو گټې له خطر سره مخ کولې، له بلې خوا امنیتي ستونزې ښه پلمه وه چې یوه عمومي سرشمېرنه ترسره نه شي.
تر دې دورو وړاندې هم په هېواد کې د وگړو د عمومي سرشمیرنې پروسې یا نیمگړې پاتې شوي دي او یا هم له ستونزو څخه ډکې وې. پروفیسور«کارل یوهان شارپانتیه» په دې اړه داسې لیکلي دي:
«د افغانستان د وگړو شمیر تل مبهم پاتې شوی دی. په ریښتیني مانا پکې هېڅکله سرشمیرنه نده ترسره شوې. محاسبات تل په اټکلونو او تخمینونو ولاړ وي. موظف مامور کورونه شمیرلي دي او بیا راغلی دی چې په هر کور کې ۵٫۵ تنه ژوند کوي. په دې ترتیب یواځې د ضرب عملیه ترسره شوې ده، ښکاره خبره ده چې نتیجه سمه نه راوځي او یو څو میلیونه نه حسابیـږي، ځکه نو دا ډول سرشمیرنې کومه مانا نلري.
کوم څه چې روښانه دي هغه دا دی چې افغانان په افغانستان کې ژوند کوي. له جنگ څخه وړاندې د ۱۹۷۹م کال په لومړیو کې د دې هېواد د وگړو شمیره څه باندې ۱۵ میلیونه تنه منل شوی و، دغه رقم یو څه واقعیت ته نېـږدې دی – البته سرشمیرنه کې به شاوخوا یو میلیون تنه، نه وي حساب شوي. لس کاله وروسته چې شورویانو رسماً خپل ځواکونه له افغانستان څخه ووېستل، د نفوسو یو ډیر متناقض رقم ورکړل شو، د وگړو شمیر نېـږدې ۲۰ میلیونه وښودل شو(د ۱۹۸۹ کال د دسمبر له میاشتې څخه پېل، بیا د ۱۹۹۱ کال تر مارچ پورې). له دغې نېټې څخه دوه میاشتې وروسته، یعنې د ۱۹۹۱ کال د می میاشت کې رسمي ارقام یو ناڅاپه ۱۷ میلیونو ته راټیټ شو. له دې څخه قیاس کېدای شي چې د وگړو د دقیق شمیر په اړه قضاوت څومره ستونزمن دی.»(۱)
پژواک خبري اژانس د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم په لسمه نېټه په هېواد کې د نفوس د شمېر په اړه یو تفصیلي رپوټ خپور کړی دی. په رپوټ کې د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملي ادارې د ویاند محمدحليم رافع له قوله راغلي دي چې په ۱۴۰۴ لمریز کال کې د افغانستان نفوس۳۶٫۴ میلیونه اټکل شوی دی چې ۴۹ سلنه یې ښځې او ۵۱ سلنه یې نارینه دي. بلخوا بیا نړیوالو ادارو په ۲۰۲۴م کال کې د افغانستان نفوس ۴۲٫۶ میلیونه ښودلی دی؛ هغه رقم چې د احصایې او معلوماتو ملي اداره یې ناسم بولي. د دغې ادارې د ویاند محمدحليم رافع په وینا په افغانستان کې د شمېرو او معلوماتو باوري سرچینه یوازې د احصایې او معلوماتو ملي اداره ده چې د هېواد په کچه له بېلابېلو ارگانونو څخه ارقام او معلومات راټولوي، تحلیلوي او بیا یې په چاپي او برېښنايي بڼه خپروي.
د نوموړي په وینا ځیني بهرني ارگانونه او موسسات چې د افغانستان د وگړو کلني ارقام وړاندې کوي، د افغانستان د احصایې او معلوماتو ملې ادارې له شمېرو سره ډېر متفاوت وي، هغه وایي: «دوی زموږ د ادارې له هماهنگۍ پرته دغه ارقام راټولوي، بیا هغه د ارقامو د تحلیل او د دېتا د راټولو پروسه او پروسیجر هم نه روښانه کوي چې په کومه طریقه باندې دوی دا نفوسشمېرنه ترسره کړې ده.»
رافع زیاتوي: «موږ چې کومه نفوسشمېرنه ترسره کوو، د هغو لپاره کره او متعبر فورمولونه لرو، ارقام چې راټول کړو، ټول پروسیجر یې له خلکو سره شریکوو چې موږ ارقام په څه اساس باندې راټول کړي دي؟ زموږ منابع څه دي؟ زموږ سرچينې په څه ډول دي؟ په کوم شکل باندې ارقام راټول شوي دي؟ خو دوی [نړیوال بنسټونه] دغه هېڅ نه روښانه کوي.»(۲)
حکومتونه په ښارونو او کلیو کې د پراختیايي پلانونو د پلي کولو، د عامه خدمتونو د وړاندې کولو، د بودیجې عادلانه وېش، د ټولنیزو پالیسو د عملي کولو، د ولسواکو بنسټونو لهپاره د استازو د ټاکلو، د علمي څېـړنو او گڼو نورو مواردو لهپاره د نفوس کره شمېر ته اړتیا لري.
د احصايي او معلوماتو ملي ادارې په هېواد کې د عمومي سرشمېرنې لگښت له۱۲۰ تر ۱۵۰ میلیونو امریکايي ډالره پورې اټکل کړی دی. د یادې ادارې د مسوولینو له څرگندونو څخه داسې ښکاري چې دوی د ټول افغانستان په کچه د نفوس د شمېر لهپاره ځینې گامونه اخیستي دي، دا هم کېدای شي چې د سرشمېرنې مالي لگښت له ملي بودیجې او نړیوالو مرسته څخه تمویل شي، خو د نفوس بشپـړه شمېرنه که له یوېخوا زیات لگښت او د ښځینوو په گډون بشري ځواک ته اړتیا لري، له بلې خوا د افغانستان د کلکې دودپالې او مذهبي ټولنې شرایطو دغه ملي پروسه له ننگونو سره مخ کړې ده. د همدې لهپاره د مذهبي او قومي مشرانو ملاتړ ترلاسه کول او د خلکو پوهاوی د رسنیو، جوماتونو او ټولنیزو شبکو له لارې ډیر اړین دی. دا چې په افغانستان کې د بشپـړ امنیت خبرې کېـږي، نو تر دې بل ښه فرصت به کوم وي چې دا ځنډېدلې، حیاتي او ملي پروسه پکې ترسره شي؟!
سرچینې:
۱- Charpentier, C.J. Afghanistan: Landet på världens Tak. Sverige: A&W,1992, p.4.
۲- «نړیوال اټکلونه او ملي ارقام توپیر لري؛ د افغانستان د نفوس کره شمېر لا هم نه دی څرگند»، پژواک خبري اژانس، ۱۰ لړم ۱۴۰۴ لمریز کال، کابل.
سلامونه
که مبالغه و نه کړم نو د افغانستان د کلیو سرشمیرنه په څلورویشت ساعته کې سرته رسیدای شي. په هرکلی کې امام موجود ده او هر سړی تلفون او انترنت ته لاس رسی لري، هر امام کولای شي د ټول کلي لست په یوه ساعت کې کامل او مربوطه ولسوالی ته ولیږي او د هغه ځای څخه ملي داتابیز ته داخل شي. د ښارونو سرشمیرنه یو څه وخت ته اړتيا لري. که ملي هود او روحیه موجوده وي نو په ډیرو کمو امکاناتو سره کیدای شي سرشمیرنه سرته ورسي.
خبره خو دا ده چی د یو هیواد سرشمیرنه یو اشد مدنی ضرورت ګڼل کیږی ځکه د یو دولت د حکومتداری چاری ( د ټولنی په هره برخه کی) د نفوس د څرنګوالی پر بنسټ تنظیمیږی ضمنا په پر مخ تللو هیوادونو کی د سرشمیرنی پروسه ډیره علمی او په عین حال کی ډیره ساده ده ( مثلا داسی نه ده چی هره ورځ ټول وولس د کفتان مدد په چوک کی سره را غونډ او وشمیرل شی بلکه اصلی نفوس د سلو کلونو را پدیخوا معلوم دی او فقط هره ورځ د مړه شوی یا زیږیدلی او یا تازه راغلی مهاجر کس شمیر او مشخصات مربوطی اداری ته لیږل کیږی ( هره شیبه د هیواد د نفوسو دقیقه شمیره معلومه وی).
اما د طالب غوندی حکومت په سیوری کی سرشمیرنه هیڅ مفهوم نلری ځکه د طالب حکومتداری علمی ماهیت نلری چی وغواړی مثلا د هیواد د نفوس د شمیر په تناسب خپل پلانونه جوړ او عملی کړی. طالب بیچاره ته د خپلو مدرسو د شاګردانو او استادانو او چپراسیانو اصلی شمیر معلوم او مهم نه دی نو د ټول هیواد د نفوس شمیر به ور ته ولی معلوم او مهم وی؟