تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) د هند اړوند کشمیر کې د پولیسو پر یوه مرکز چاودنې ۷ کسان وژلي او ۲۷ نور ټپیان دي.
ځایي چارواکي وايي، د ۵ ټپیانو حالت نازک دی او زیاتوي چې ښایي د وژل شوو شمېر لوړ شي.
د چاودنې لامل تر اوسه نه دی څرګند، خو د پېښې ځای د پلټنو لپاره تړل شوی دی.
دا چاودنه څو ورځې وروسته له هغې کېږي، چې تر دې وړاندې د هند پلازمېنه ډیلي کې یوې بلې چاودنې ۸ کسان ووژل او له ۲۰ زیات یې ټپیان کړل.
تر اوسه د دغې چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.