جمعه, دسمبر 5, 2025
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسوولان: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري د پام وړ زیاته شوې

مسوولان: د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګري د پام وړ زیاته شوې

تاند ( شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) ‏رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی، چې په تېرو شپږ میاشتو کې ایران سره د افغانستان سوداګرۍ حجم د پاکستان په پرتله د پام وړ زیات شوی.

یاد اژانس د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد له قوله ویلي، افغان سوداګرو یاده موده کې ایران سره د ۱.۶میلیارد ډالرو په ارزښت راکړه ورکړه کړې؛ په داسې حال کې چې دې موده کې پاکستان سره سوداګري ۱.۱میلیارد ډالره وه.

د اخندزاده په خبره، چابهار بندر کې افغان سوداګرو ته د اسانتیاوو برابرول ایران سره د سوداګرۍ زیاتوالي کې مهم رول درلود.

نوموړي زیاته کړې، سوداګر یاد بندر کې د خپلو مالونو له درولو اندېښنه نه لري او سوداګریزو توکو انتقال له کوم خنډ پرته دوام لري.

دغه څرګندونې داسې مهال مطرح کیږي، چې تر دې وړاندې یو شمېر پاکستاني سوداګرو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سوداګرۍ له کمښت اندېښنه ښودلې وه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب