Homeخبرونهد تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی نن شنبه کابل ته راغلی

د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی نن شنبه کابل ته راغلی

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) یو شمېر سرچینو تاند وېب پاڼې ته ویلي چې، نن شنبه د تاجکستان یو لوړپوړی پلاوی چې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت، امنیت او نور مهم مسوولین پکې شامل دي، کابل ته رارسېدلی دی.

د دغې پلاوي د راتګ موخه د تاجکستان جمهوریت او طالبانو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او امنیتي اړیکو پراختیا او پیاوړتیا یاده شوې ده.

سرچینه همداراز زیاتوپ چې دغه پلاوی به د طالبانو له بېلابېلو لورو سره د کتنو ترڅنګ د راتلونکو همکاریو په اړه هم بحثونه وکړي.

د سرچینې په حواله، د اړیکو د لویو بحثونو ترڅنګ به په پلازمېنه دوشنبه کې د طالبانو د سفارت اړوند او پر نورو موضوعاتو هم بحثونه وشي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...