Homeخبرونهافغان لوبغاړي محمدیوسف د موی تای په سیالیو کې د سرو زرو...

افغان لوبغاړي محمدیوسف د موی تای په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه

تاند (شنبه د لړم ـ عقرب ۲۴مه) د موی تای افغان لوبغاړي، محمدیوسف جهانګیر د اسلامي هېوادونو د پیوستون په سیالیو کې د سرو زرو مډال وګاټه.

هغه په ۷۵ کیلوګرام وزن کې خپل ترکي سیال، مهمت علي په ماتولو سره دغه مډال ګټلی دی.

جهانګیر له درېیو پړاوونو مبارزې وروسته ۲۹-۲۸ بریا ترلاسه کړه.

یوسف جهانګیر مخکې د اندونیزیا او عربستان سیالان هم مات کړي دي.

د اسلامي هېوادونو د پیوستون شپږم پړاو سیالۍ د نوامبر له ۴ مې نېټې راهیسې په د سعودي عربستان پلازمېنه ریاض کې روانې دي او د ۵۷ هېوادونو ورزشکاران پکې په ۲۱ ورزشي څانګو کې سیالي کوي.

1 COMMENT

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

میتن (متهن) چکرورتي: د وړیا خوړو لپاره مې په محفلونو کې نڅا کوله

تاند (سې شنبه، د تلې/ میزان ۷ مه) د بالیووډ مشهور اداکار میتن چکرورتي د خپل هنري ژوند د لومړیو ورځو د ستونزو په...