Homeسپورتاسټرالیا پر انګلستان لومړنۍ شل اوریزه لوبه وبایلله

اسټرالیا پر انګلستان لومړنۍ شل اوریزه لوبه وبایلله

تاند ( شنبه، د سنبلې ۱۵) د انګلستان او اسټراليا ترمنځ په لومړۍ نړيواله شل اوريزه لوبه کې انګلستان د ٢ منډو په توپير بريا خپله کړه.

دا لوبه تېره شپه  په ساوتهمپټن کې ترسره شوه.

په دې لوبه کې اسټرالیا د لوبې پچه وګټله او لومړی یې توپ اچونه ترسره کړه.

انګلستان په ټاکلو شلو اورونو کې اسټرالیایۍ لوبډلې ته د ۷ لوبغاړو په سوځېدو د ۱۶۲ منډو هدف کېښوده، چې ډيويډ ملن په کې ترټولو ډېرې ٦٦ منډې جوړې کړې.

ورپسې د آسټرالیا لوبډله د هدف په ترلاسه کولو بریالۍ نه شوه او د ۶ لوبغاړو په سوځېدو یې یواځې ۱۶۰ منډې جوړې کړې او لوبه یې بایلوده.

د اسټراليا له لوري ډيويډ وارنر تر ټولو ډېرې ٥٨ او لوبډلمشر ارون فنچ ٤٦ جوړې کړې

د دواړو لوبډلو ترمنځ د ٣ نړيوالو شل اوريزو لوبو لوبلړۍ یو د صفر په مقابل کې د انګلستان په ګټه روانه ده.

د دې لوبلړۍ دويمه نړيواله شل اوريزه لوبه به په ساوتهمپټن کې د سپتمبر په ٦مه نېټه ماښام ٥:٤٥ بجې ترسره شي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...