دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان: ایران په ښکاره له اټومي هوکړې سرغړونه...

د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان: ایران په ښکاره له اټومي هوکړې سرغړونه کړې

تاند ( شنبه، دسنبلې ۱۵) د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان په خپل تازه راپورکې ویلي، ایران له هغه ټاکل شوې اندازې څخه ۱۰ برابره ډېر یورانیم غني کړي.

د دې سازمان په خبره ، چې دا کړنه په ښکاره له اټومي هوکړې سرغړونه ده.

د یا سازمان څارونکي، چې د ایران د اټومي بټیو لیدو ته ورغلي وو وایي دوی موندلې، چې دې هېواد د ورکړشوي حد ۱۰ برابره ډېر یورانیم غني کړي دي.

په راپور کې راغلي، چې د ایران غني شویو یورانیمو زېرمه ۲۱۰۵ کیلوګرامو ته رسېږي، چې به خبره یې د هوکړې له مخې تر ورکړل شوې اندازې ۳۰۰ کیلوګرامو لوړه ده.

د نړیوالې اټومي انرژۍ سازمان زیاتوي، چې روانه میاشت به په ایران کې له ۲ مې اټومي بټۍ هم لیدنه وکړي.

خو بل لورته بیا ایران ټینګارکوي، چې اټومي پروګرام یې د سوله‌ ییزو موخو لپاره دی.

ایران په ۲۰۱۵ کال کې له چین، فرانسې، جرمني، روسیې، برتانیا او امریکا سره هوکړه کړې، چې محدوده اندازه یورانیم به غني کوي، خو یاد سازمان وایي اوس لیدل کیږي، چې ایران له هوکړې سرغړونه کړې ده.

د یادونې ده، چې امریکا تېء کال وروسته له هغې له دې هوکړې ووته ، چې پر ایران یې بندیزونه ولګول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب