Homeخبرونهوسله والو طالبانو دهرات په غوریان ولسوالۍ ډله ییز برید کړی

وسله والو طالبانو دهرات په غوریان ولسوالۍ ډله ییز برید کړی

تاند ( شنبه، د سنبلې ۱۵) وسله والو طالبانو د هرات پر غوریان ولسوالۍ ډله ییز وسله وال برید کړی دی.

د غوریان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، لسګونه وسله وال د ولسوالۍ بازار ته دننه شوي او پر امنیتي ځواکونو ډزې کوي.

بل لورته بیا د غوریان ولسوال فرهاد خادمي وایي، امنیتي ځواکونو د طالبانو برید په شاه تمبولی او په خبره یې په نښته کې افغان ځواکونو ته کوم زیان نه دی.

خادمي وایي لومړني جزیات دا دي، چې په ځوابیه برید کې ۵ طالبان وژل شوي او ځینې نور ټپیان دي.

خو د هرات امنیه قومندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده بیا وایي، چې مرستندویه ځواکونه سیمې ته رسېدلي خو زیاتوي، چې د تلفاتو په اړه جزیات په لاس کې نه لري.

بل لورته وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...