Homeخبرونهد ملي امنیت سلاکارحمد الله محب د یو لوړ رتبه پلاوي په...

د ملي امنیت سلاکارحمد الله محب د یو لوړ رتبه پلاوي په مشرۍ خوست ته تللی

تاند ( شنبه، د سنبلې ۱۵) د افغانستان دملي امنیت سلاکار حمدالله محب نن د یو دولتي پلاوي په مشرۍ خوست ته ولایت ته تللی دی.

د ملي امنیت شورا وایي، چې محب به په دې سفر کې د خوست ولایت له ملکي او نظامي مسئولینو، مشرانو، علماوو، ښځو، مدني ټولنو او ځوانانو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي.

یادې شورا د نوموړي د سفر په اړه نور جزیات نه دي ورکړي.

بل لورته خوستیان هیله لري، چې نوموړی په خپل دې سفر کې په خوست کې مثبت بدلونونه رامنځته کړي.

حمدالله محب داسې مهال خوست ته سفر کوي، چې له دې وړاندې ختیځو ولایتونو ننګرهار، کونړ او لغمان ولایتونو ته هم په سفر تللی وو او د یادو سیمو له اوسیدونکو سره لیدنې ترسره کړې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

یو ارزښتناک اثر “طلوع افغان د څېړنو په بهیر کي”

لیکنه: غني حسن لنډه‌سریزه: په نړۍ کي د عصري چاپ صنعت په المان کي سر راپورته کړ، او په عصري ډول چي لومړنی کتاب انجیل ئې...