Homeخبرونهپاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ نیولی

پاکستاني ځواکونو د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی محسن داوړ نیولی

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: د پښتون ژغورنې غورځنګ غړی محسن داوړ وايي، د کوټې هوايي ډګر ته په رسېدو یې امنیتي ځواکونو له هوايي ډګره د وتلو مخه نیولې ده او ورته ویل شوي چې بلوچستان ته یې د ۳ میاشتو لپاره په ورتګ بندیز لګول شوی دی.

ښاغلي داوړ چې غوښتل یې د جمعې په ورځ د کوټې بېلابېلو سیمو ته سفر وکړي د پاکستان د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه نیول شوې ده.

د راپورونو له مخې نوموړی د کوټې هوايي ډګر څخه د امنیتي ګواښونو له کبله یوه خوندي ځای ته لېږدول شوی دی.

بلخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین ویلي، که د پاکستان حکومت محسن دواړ تر شنبې ورځې خوشې نه کړي سخته لاره دریځ به اختیار کړي.

راپورونه زیاتوي د پښتون ژغورنې دغه مخکښ غړي غوښتل په چمن کې له هغو کورنیو سره وګوري چې تر لوی اختر وړاندې یې امنیتي ځواکونو د کورنۍ غړي ور وژلي وو.

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر دغه کار د محسن داوړ د ښې ساتنې لپاره مهم بللی او زیاته کړې یې ده چې د نوموړي په خلاف تر اوسه کومه قضیه نه ثبت شوې.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د بلوچستان یوې محکمې د پښتون ژغورنې غورځنګ پر دوو فعالو غړو محسن دوړ او علي وزیر د درې میاشتو لپاره د ورتګ بندیزونه لګولي وو.

1 COMMENT

  1. دا مخلص مشران دی په بندیزونو او بندونو نه ډاریږی او نه د چا پروا لری نیت صفا منزل آسان، پنجاب به د هر ظلم ځواب ورکوی زه د پنجاب راتلونکی ډیره تیاره وینم د ظلم کاسه نسکوره ده که نن نه وی سبا.
    پی ټی ایم مشران او ټول غړی دی الله وساتی غږونه او ولولی همداسی پورته اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...