Homeخبرونهدیني عالمانو د سولې پروسه کې له اسلامي هېوادونه د مرستې غوښتنه...

دیني عالمانو د سولې پروسه کې له اسلامي هېوادونه د مرستې غوښتنه وکړه

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: دیني عالمانو د سولې په برخه کې له اسلامي هېوادونو د مرستې غوښتنه وکړه.

په خوست کې دیني علماوو اسلامي هېوادونه مکلف وبلل چې د افغانستان حکومت او طالبانو تر منځ د شته اختلاف په وجه مداخله وکړي څو په افغانستان کې دایمي سولې ته لاره هواره شي.

دیني عالمانو په عامه خلکو غږ وکړ چې په دواړو لوریو دې د سولې غږ کولو بهیر جاري وساتي او خلک دې په خپلو کې متحد شي.

دوی وروستیو نا امنیو او د بې ګناه ملکیانو وژل کېدو ته په اشارې سره وویل چې روان حالت د منلو وړ نه دی او باید نور د تاوتریخوالي څخه لاس واخیستل شي.

د دیني عالمانو په وینا جګړه د افغانانو نه ده، بلکې پردۍ جګړه ده او افغانان پکې وژل کېږي چې ګټه یې بهرنیانو ته رسېږي.

عالمانو زیاته کړې افغانان باید د خپل فقر او بېچارګۍ په خاطر پر یو بل رحم وکړي او له روان وضعیت څخه د وتلو لپاره سره یو ځای شي.

د یادونې وړ ده چې تر دې وړاندې هم د هېواد په بېلا بېلو ولایتونو کې دیني عالمانو، ځوانانو او مېرمنو له دواړو لوریو د تلپاتې سولې او اوربند قایمولو غوښتنې کړي دي.

1 COMMENT

  1. کچیری پدی ۴۰ یا ۲۰ جګړیزه دورو کی اسلامی هیوادونه د افغانستان په ولس باندی زړه سوی کړی وو نو نن به د افغان ولس دا حال نه کیده نو لدی ښکاری چی د اسلامی هیوادونو ټول واک او اختیار د امریکا او د دوی له متحدینو سره ده ځکه خو همدا اسلامی هیوادونه تل په اسلامی موضوعاتو کی همنظره ندی او هر یوه د خپل هیواد ګټی په لټه کی دی نو ځکه تر نن پوری غیر اسلامی هیوادونه لکه روسیه، امریکا او برتانیه او اروپا په موږ باندی باداری کوی او د پاکستان په څیر په نوم اسلامی هیواد ددی غیر اسلامی هیوادونو جګړیزی پروژی پلی کوی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...