دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهعبدالله : د بین الافغاني خبرو پیل کې به یې د بحث...

عبدالله : د بین الافغاني خبرو پیل کې به یې د بحث لومړی ټکی اوربند وي

تاد (شنبه، د سنبلې ۱۵) د افغانستان د ملي روغې جوړې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله له العربیه ټلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د سولې خبرو پيلېدو پر وړاندې وروستی خنډ چې د بندیانو خلاصون وو لرې شوی دی.

نوموړي ویلي، چې د بین الافغاني خبرو اترو پیل سره سم به یې د خبرو لومړی او مهم ټکی اوربند وي.

هغه زیاته کړې، چې ښایي بین الافغاني خبرې پېچلي پړاونه ولري او ممکن په څو مرحلو کې تر سره شي.

عبدالله زیاته کړ، چې د قطر تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی ښودلی، خو د اوس لپاره قطر هېواد غوره شوی دی.

د هغه په خبره له طالبانو سره په خبرو کې د جمهوریت ارزښتونو او د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنو څخه دفاع کوي، چې په همدې تړاو یې، مرکچي ټیم ته هم لازمه لار ښوونه کړې ده.

نوموړي د سولې په پروسه کې د ځینو نورو هېوادونو په ګډون د پاکستان په رول ټینګار وکړ خو دا یې وویل چې پاکستان دې له خپل نفوذ څخه په استفادې چې په طالبانو یې لري دا ډله سولې ته وهڅوي.

دا په داسې حال کې ده چې ویل کیدل تیره ورځ به افغان مرکچي پلاوی د خبرو د پیل لپاره دوحې ته ولاړ شي خو دا سفر تر اوسه ځنډېدلی دی.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%da%a9%d9%87-%d8%a7%da%93%d8%aa%db%8c%d8%a7-%d9%88%d9%87%d8%8c-%d9%86%d9%88-%d8%af-%d8%b3%d9%88%d9%84%db%90/

1 COMMENT

  1. عبدالله او نوره ټلواله هیڅ کله سوله نه غواړی د امریکا په غلامی سره دی خلکو سختی مزی وکړی اوس ددی وخت دی چی شمالی ټلواله د څلویښت کلن ناورین او غلامی سزا ووینی،

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب