دوشنبه, سپتمبر 23, 2024
Homeخبرونهد اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالر نوې مرسته...

د اسیا پراختیايي بانک له افغانستان سره ۲۳ میلیونه ډالر نوې مرسته اعلان کړه

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: د اسیا پراختیايي بانک د افغانستان د روغتیا برخې سره څه باندې ۲۳ میلیونه ډالر تازه مرسته اعلان کړه.

د اسیا پراختیايي بانک په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه مرسته مرسته افغانستان کې له کورونا وبا سره د مبارزې لپاره کيږي.

د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې ټاکل شوې دغو مرستو کې د روغتیايي توکو د اخیستو تر څنګ له لسو ډېر روغتونونه ورغول شي.

په ورته مهال کابل کې د اسیا بانک رئیس نرندر سنګرو وايي، د افغانستان د روغتیا برخه کې درې سندونه لاسلیک شول او زیاتوي چې دغه کار د روغتیايي برخې ښه والي او له کورونا ویروس سره د مبارزې لپاره مهم دی.

سرچینه کاږي د اسیا پراخیتایي بانک مسؤلینو له افغانستان سره د لا ډېرو مرستو په کولو ټینګار کوي.

تر دې وړاندې هم ځیني نړیوالو بنسټونو او متحده ایالاتو له افغانستان سره د کورونا وبا سره د مبارزې لپاره په میلیونو ډالر مرسته کړې ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب