جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeخبرونهعبدالله عبدالله: که اړتیا وه، د سولې د خبرو په پایله کې...

عبدالله عبدالله: که اړتیا وه، د سولې د خبرو په پایله کې به اساسي قانون تعدیل شي

تاند، شنبه د سنبلې ۱۵مه: د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله وايي، که اړتیا شوه د سولې د خبرو په پایله کې به د هیواد اساسي قانون تعدیل شي.

ښاغلي عبدالله له العربیه تلویزیون سره په یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، چې په تیرو وختونو کې په ​​ځینو مواردو کې د اوسني اساسي قانون د تعدیل غوښتونکی و، او که د سولې د خبرو په پایله کې په اساسي قانون کې تعدیلاتو ته اړتیا شوه، نو باید د یوه مشروع او ټاکل شوي میکانیزم له لارې ترسره شي.

د نوموړي په خبره د اساسي قانون د تعدیل له پاره یوه لاره او میکانیزم شتون لري او په خبره یې د لویې جرګې پرېکړه لیک کې هم ویل شوي که په اساسي قانون کې تعدیلاتو ته اړتیا وي، باید د ټاکل شوي میکانیزم له مخې ورته چمتو اوسو.

د ښاغلي عبدالله په وینا له طالبانو سره د خبرو پر مهال به لومړی د اوربند پر مسئله بحث کېږي او ممکن بین الافغاني مذاکرات پيچلي پړاوونه ولري او په څو مرحلو کې تر سره شي.

د ملي روغې جوړې عالي شورا رئیس ویلي، د قطر تر څنګ ځینو نورو هېوادونو هم د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره چمتووالی ښودلی، خو په خبره یې د اوس لپاره قطر هېواد ټاکل شوی دی.

عبدالله په دغه ځانګړې مرکه کې د سولې په پروسه کې د پاکستان رول مهم بللی، خو دا یې وویل چې پاکستان دې له خپل نفوذ څخه په استفادې چې په طالبانو یې لري دا ډله سولې ته وهڅوي.

په داسې حال کې چې حکومت له څو ورځو راهیسې قطر ته د مرکچي پلاوي د لېږلو او د بین الافغاني خبرو د پیلېدو خبرې کوي، بیا هم یاد هېواد ته د مذاکره کوونکي ډلې سفر وځنډېد.

د یوې حکومتي سرچینې د معلوماتو به مخې د افغانستان د سولې پلاوی، چې ټاکل شوې وه د پنجشنبې یا جمعې په ورځ قطر ته لاړ شي د طالبانو د پلاوي د نه تکمیلېدو له کبله خپل سفر ځنډولی دی.

د ملي روغې جوړې عالي شورا وايي، ښايي د دوی پلاوی نن (شنبه) قطر ته سفر وکړي.

بلخوا طالبانو ته نږدې سرچینو قطر ته د افغان مرکچي پلاوي د سفر د ځنډېدو لامل په قطر کې د ملا برادر نه شتون یاد کړی دی.

ویل کېږي ملا عبدالغني برادر اوس هم په پاکستان کې دی.

تر دې وړاندې د بین الافغاني مذاکراتو د ځنډېدو لامل د طالب زندانیانو نه خلاصون بلل شوی وو، خو د تېرې چهارشنبې په ورځ حکومت او طالبانو ومنله چې د زندانیانو د خلاصون لړۍ پای ته رسېدلې ده.

اوس چې د بندیانو د خوشې کېدلو بهیر بشپړ شوی، لا هم د حکومت او طالبانو تر منځ د خبرو اترو د پیلېدو وخت نه دی په ډاګه شوی او دواړو لوریو پرې سکوت اختیار کړی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب