دوشنبه, مې 6, 2024
Homeمقالېد ژوند په تمه| لیمه وزیري

د ژوند په تمه| لیمه وزیري

موږ د شپې د سولې او روڼ سباوون په تمه، سترګې پټې کړو. سهار د سولې په تمه سترګې پرانیزو. خو د ورځې په اوږدو کې یوازې مړي ټولوو.

د جنګ زهرجنو ګردونو مو سترګې ړندې، غوږونه کاڼه او ژبې ګونکۍ کړې. او موږ همداسې وختونه د روڼ سباوون په تمه پرته له دې چې ژوند وکړو، ژوندي پاتې شو.

نور مو یوازې زړونه حرکت کوي، مغزونه مو له کاره لویدلي. په ډیرو اوښکو سربېره، مو زړونه لا تراوسه د نفرت په چټلیو خیرن دي. اوښکې مو یوازې په مخ لارې جوړې کړي. په مخ پراته د جګړې زهرجن ګردونه مو له اوښکو سره یو ځای ګریوان ته راښکته شي.
موږ یوازې د ژوندي پاتې کیدو لپاره ژوند دله لاسه ورکوو. په موږ کې یې ټول انساني عواطف ووژل، کوم چې خالق یې په تخلیق ویاړ کاوه.

موږ یې د هغو باورونو لپاره، چې د هغې په اړه پوښتل او پوهېدل یوازې د خدای پاک کار و، ملامت کړو. بیا یې د انسانیت د دایرې وویستلو. بیا یې زموږ ژوند یوازې زموږ د باورنو لپاره، ځانته ګواښ وبللو. همداسې یې زموږ وژل روا وبلل.

موږ د سولې په تمه، انسان وخوړ. د روښانه راتلونکي په تمه وچې پاڼې شوو. ولوېدو. بیا همداسې تر پښو لاندې شوو.
موږ د ژوند بیه، ډیره ګرانه پرې کړه. موږ نن، د سبا په تمه ژوند کوو، کوم سبا چې هیڅ څرک یې نه لیدل کېږي.

په دې هر څه سربېره موږ په خپل عقل نازېږو. او نور پیدا اویا زره قومونه ټیټ ګڼوو.

موږ ډیر څه نه غوښتل، یوازې انساني ژوند مو غوښت. خو موږ خپله په کاږه مسیر لاړو، چېرته چې انساني ژوند له موږ ډیر مخکې یا وروسته و، خو موږ تر اوسه په ژوند پسې،د ژوند په تمه په کاږه مسیر روان یوو… موږ د ژوند په تمه، ژوند بایلود.

1 COMMENT

  1. ډېره په زړه پورې لیکنه او د سولې او سوله ییز ژوند د آرمانجنو انسانانو د احساساتو ښکارندویې کرښې. قلم مو خوځند اوسه. آغلې، قلم مو خوځند اوسه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب