یکشنبه, مې 19, 2024
Homeمقالېمنتقدین او د منتقدینو منتقدین| سرحدي ځواک

منتقدین او د منتقدینو منتقدین| سرحدي ځواک

دا درسته ده چې د قانون او ولسواکۍ پولو او اصولو ته په درناوي ددې هېواد هر وګړی دا حق لري چې د ملک په کچه د ټولو هغو مهمو ملي پرېکړو، مسایلو او دغه راز د وطن د سیاسي ټولنیز، اقتصادي، فرهنګي او … وضعیت په تړاو چې په مستقیمه او یا غیر مستقیمه توګه ور سره د هغوی برخلیک تړلی وي؛ نظر څرګند، تائید او یا پرې نیوکه وکړي، خو نن سبا په سوشل میډیا کې یو شمېر کسان [[د منتقدینو منتقدین]] پیدا شوي، چې ظاهراً تر نورو زیات ځانونه د نظام پلویان او د جمهوریت د بقا او دفاع داعیان ګڼي او هغوی، چې په نظام کې د شته نا انډولیو، کمزوریو، فساد، نا امنۍ، بې بند و باریو، د خاصو ډلو ټپلو د پاللو او … په هکله نیوکې کوي او یا یې د اصلاح او سمون په خاطر غږ پورته کوي؛ نو همدغه کسان [[د منتقدینو منتقدین]] ورته د ناسم درک له مخې لیکي، چې(( تاسې خو ځکه دا لیکل کوئ، چې وظیفې یې در نه کړې، یا تاسې وږي شوي یاست، یا په دې لیکلو ستاسې او د طالب هیڅ فرق نشته او ..))، چې زما لپاره دا جملې حیرانونکې دي.

ځکه؛ که لږ د عقلانیت له مخې د مسلو تحلیل او ژورو ته پام وشي نو کېدلی شي چې په نظام نیوکه کوونکي د سیاسي امتیازاتو د تر لاسه کوونکو، د شخصي عقدو پالونکو او رښتینو هغو په ډلګیو وویشل شي، چې د درې واړو کټګوریو په یوه تلهَ تَلل بې عدالتي او نا انصافي ده، ځکه اکثر هغه کسان چې په نظام کې د اصلاح او سمون غوښتونکي دي او یا د نظام د ځینو ناروا کړنو په اړه نیوکې کوي له درېیمې ډلګۍ دي.

فکر کوم دا به یوازې ددې په مانا نه وي، چې د دغه ډلې منتقدین دې وږي، یا طالبان او یا د وظیفو حرص را اخیستي وي، بلکې په دې وطن او ولس به یې زړه درد کوي، د حالاتو جاج او تحلیل به کولی شي، په هېواد دننه به د پېښېدونکو بدو حالاتو ژور درک ور سره وي او لکه د ځینو ځینو [[د منتقدینو منتقدین]] به داسې نه وي، چې له بهره دلته د لوړو پوسټونو په تمه د نظام هر ډول منتقدین په سنیپر په نښه کوي او یا دلته د خپلو بهرنیو اکونټونو د ډکولو لپاره یې فقط د جوالونو خولې خلاصې کړي او په وطن د بدو حالاتو په راتلو ټکټونه پرې او پښې سپکوي.

دوهم دا چې که فرض کړو د همدوی خبره درسته ده او یو څوک د دندې اخیستو لپاره د سیستم او نظام په کمزورۍ او نا انډولیو سالم نقد کوي او یا په همدې تړاو حد اقل خپل نظر څرګندوي، نو د نظام یا د جمهوریت د دفاع د دغې ډلې [[ د منتقدینو منتقدین]] داعیانو لپاره په کار ده، چې د شته غلطیو د سمون او جبران په هکله فکر وکړي؛ نه دا چې پر دغسې نیوکه کوونکو رنګارنګ ټاپې ولګولی شي او یا یې په یو او بل نوم تورن کړي.

ځکه؛ که له یوې خوا عمومي فکر وکړو نو حکومتونه ملکف دي چې خپلو وګړو(موافق او مخالف) ته د کار کولو زمینه برابره کړي، چې دا د وګړو مسلم حق دی او دوهم دا چې په سیاست کې د راکړې ورکړې تعمل هم دوه اړخیز دی، یعنې که یو څوک د کوم انتخاباتي ټیم سره خوله تویوي او د بریا لپاره یې منډې ترړې وهي نو له بریالیتوب وروسته یې امتیاز تر لاسه کول هم حق جوړېږي، ځکه په انتخاباتي پروسه کې د یو ټیم په ګټه ریسک اخیستل او هغه ته کار کول، په کوم جومات او مدرسه کې کار کول نه دي، چې یو څوک دې یې امتیاز ته د اخرت په تمه اوسي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب