جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهنورستان کې د جلغوزیو پرسر د دوو کلیو ترمنځ نښته شوې

نورستان کې د جلغوزیو پرسر د دوو کلیو ترمنځ نښته شوې

تاند( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د نورستان ولایت د ولایتي شورا رئیس سعدالله پائنده زوی وایي، چې د دې ولایت په نورګرام ولسوالۍ کې د جلغوزیو پر سر د دوو کلیو ترمنځ نښته شوې.

پائنده زوی زیاتوي نښته د پشګر او دوستو کلیو خلکو ترمنځ د جلغوزو پرسر شوې، چې پرمهال یې پنځه بانډې سوځېدلې دي.

نوموړی وایي په یاده سیمه کې اوس نښته آرامه شوې او خلک هڅه کوي د دواړو کلیو ترمنځ سوله وکړي.

خو بل لورته د نورستان د والي ویاند سعید مومند بیا د کلیو ترمنځ شخړه ردوي او زیاتوي، چې د پشګر په کلي کې د ناڅرګندو کسانو له لوري پنځه بانډې سوځول شوې دي.

د نوموړي په خبره د بانډو د سوځولو په تور څوک نه دي نیول شوي خو زیاتوي دوی یې په اړه پلټنې پيل کړي دي.

https://taand.net/%d9%85%d8%b3%d9%88%d9%84%d8%a7%d9%86-%d8%af-%d9%86%d9%86%da%ab%d8%b1%d9%87%d8%a7%d8%b1%db%b5%db%b0-%d8%b3%d9%84%d9%86%d9%87-%d8%ac%d9%84%d8%ba%d9%88%d8%b2%d9%8a-%d8%af-%d9%88%d8%b3%d8%a7%db%8c%d9%84/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب