جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهاوچا: د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۲ زره کورنۍ بې ځایه...

اوچا: د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۲ زره کورنۍ بې ځایه شوي

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ بنسټ وایي، چې په ټول هېواد کې د وروستیو سېلابونو له امله شاوخوا ۲۰۰۰ کورنۍ بې ځایه شوي دي.

اوچا ویلي، چې دغه کورنۍ د هېواد په ۱۱ ولایتونو کې بې ځایه شوي او په خبره یې سختو مرستو ته اړتیا لري.

په ورته مهال د افغانستان د پېښو پر وړاندې د چمتوالي په چارو کې د دولت وزارت وایي، چې د وروستیو سېلابونو له امله ۱۹۰ کسان مړه او ۱۷۲ ژوبل شوي دي.

وروستیو سیلابونو په ټول هېواد کې عامو خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه واړول خو تر ډیره یې پروان ولایت زیانمن کړ.

https://taand.net/%d9%be%d8%b1%d9%88%d8%a7%d9%86-%da%a9%db%90-%d8%af-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8%d9%88%d9%86%d9%88-%d9%84%d9%87-%da%a9%d8%a8%d9%84%d9%87-%db%b1%db%b1%db%b0-%d8%aa%d9%86%d9%87-%d9%85%da%93%d9%87/

ځایي خلک وایي په پروان کې ډیری کورنۍ لومړنیو مرستو ته اړتیا لري او حکومت تراوسه ورسره سمه مرسته نه ده ترسره کړې.

عام خلک پر دولت نیوکه کوي، چې مرستې یې اړمنو ته نه رسیږي او هغه کسان یې اخلي کوم چې اړتیا ورته نه لري.

https://taand.net/%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b9%d8%a8%d8%af%d8%a7%d9%84%d9%84%d9%87-%d8%b3%db%90%d9%84%d8%a7%d8%a8-%da%81%d9%be%d9%84%d9%88-%d8%b3%d8%b1%d9%87-%d8%af-%d9%85%d8%b1%d8%b3%d8%aa%db%90/

که څه هم د پروان له سیلاب ځپلو سره افغان حکومت او یو شمیر نورو هېوادونو د مرستې ډاډ ورکړ خو زیانمن خلک وایي تراوسه ورته څنګه چې لازمه ده مرسته نه ده رسیدلې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب