جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهایران وایي اماراتو له اسلامي هیوادونو سره لوی خیانت وکړ

ایران وایي اماراتو له اسلامي هیوادونو سره لوی خیانت وکړ

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د ایران مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وایي متحده عربي اماراتو له  له اسلامي هېوادونو سره سترخیانت ترسره کړ.

نوموړی داسې مهال مارات پر خیانت تورنوي، چې اماراتو له اسرائیلو سره اړیکې عادي کړي او دوی یې له وړاندې مخالفت کړی وو.

د ایرن مذهبي مشر ایت الله علي خامنه یي وایي، اماراتو نه یوازې له عرب هیوادونو او فلسطینیانو سره بلکې له ټولې اسلامي نړۍ سره خیانت کړی دی.

هغه دغه راز ویلي، په ډېر لنډ وخت کې به اماراتو ته معلومه شي، چې ډېره لویه تېروتنه یې کړې ده.

دا په داسې حال کې ده اماراتو او اسرایلو د امریکا په منځګړیتوب په خپلو کې اړیکې عادي حالت ته را ګرځولي او یو بل ته یې د دوه اړخیزو همکاریو ډاډ وکړی.

خو د یادو دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر عادي کیدو ایران او ترکیې سخت غبرګونونه ښودلي وو.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب