جمعه, سپتمبر 20, 2024
Homeخبرونهکرزي د پخلاينې عالي شورا د غړو ټاکلو په تړاو د عبدالله...

کرزي د پخلاينې عالي شورا د غړو ټاکلو په تړاو د عبدالله د دريځ ملاتړ وکړو

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۱۱) پخواني ولسمشر حامد کرزي د ملي پخلاينې عالي شورا د مشر عبدالله عبدالله د هغه تصميم هرکلی کړی چې له مخې يې بايد د دغې شورا غړي له سياسي مشرانو، د ملي شورا د دواړو جرګو له رئيسانو، قومي مشرانو، ديني علماوو، مدني ټولنې او د هېواد له مخورو سره په سلا او مشوره وټاکل شي.

د پخواني ولسمشر له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، حامد کرزی ډاډه دی چې د ټولنې له ټولو اقشارو سره پراخې مشورې به د يوې ټول‌شمولې او معتبرې شورا په جوړولو کې مرسته وکړي او دغه راز به د هغې تصميمونه د افغانستان د ټولو خلکو لپاره د منلو وړ وي.

حامد کرزي تر دې وړاندې د ولسمشر محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله ترمنځ د سياسي هوکړې په رامنځته کولو کې هم مرسته کړې وه.

ولسمشر غني د وږي په اتمه د يوه فرمان پر بنسټ د ملي پخلاينې عالي شورا ۴۶ غړي او مشرتابه پلاوی وټاکه.

خو عبدالله د وږي په لسمه دې فرمان ته غبرګون وښود او اعلان يې وکړ چې د ملي پخلاينې عالي شورا د غړو ټاکل د ملي پخلاينې عالي شورا د رئيس واک دی او د ولسمشر فرمان ته اړتیا نشته.

عبدالله ويلي و چې د ملي پخلاينې عالي شورا ترکيب بايد ټوليز، ملي او ټول‌شموله وي او د دې موخې لپاره له بېلابېلو سياسي او مدني جريانونو سره مخکې له مخکې مشورې روانې او حتا نهايي شوې دي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي، چې ویل کېږي د سولې اوسنۍ پروسه د دې لپاره تخریبوي چې ګوندي د موقت حکومت مشرۍ ته ورسېږي، د ملي پخلاينې په عالي شورا کې خپل غړيتوب هم رد کړی چې د ولسمشر غني د فرمان پر بنسټ ورته تاکل شوی و.

بل خوا د ولسمشرۍ ماڼۍ یو سلاکار عارف صمیم وایي، چې کرزي ته د کال ۴۰۰ میلیونه افغانۍ ورکول کېږي.

خو د کرزي دفتر دعه ادعاوي ردوي او وايي یواځې ورته ۱۲ میلیونه افغانۍ ورکول کېږي او د سفرونو او نور مصارف هم نه اخلي.

6 COMMENTS

  1. غنى صيب طالبجان پو يو سوټى خلك سم كړىوو او تاسو ې سره ددومره************ نشى سمولى -منو تاسو به مجبور ې او يا ده اقتدار خوند -افغانان ده لوګې خېراتوغواړى او تاسو ى کرزى ګلبدين عطا او وغيره په غلو ويشه لکه تاسو چه ده دوې ملګري ي افغان قام معاف کره او استعفاۀ وركره كه لګ شرم او حياۀ در كى وى
    ده لرى پختونخوا نه په احترام

  2. د ملا هیبت او داکتر غنی مشر وروره حامد جان کرزیه خدای مو رواله.
    زما (دورانی افغان) د سوالونو ځواب مو راکړه مننه او هم غوږ شه:
    ګوره دغه سړی چه تا یی اوس ننګه کړی ګل خان نومیږی، دغه ګل خان هغه سړی دی چه ستا ورونه(غنی او هیبت) یی په جنګ اچولی وه. ګل خان ډیر چالاکه سړی دی، ستا دواړو بیچاره او خوارینجی ورونو ته یی شیطانی وکړه او په جنګ یی واچول. ګل خان دیی ملا ورور ته په غوږ کی پټ وویل چه داکتر غنی دیموکراتیکه نظریه لری، ملا هیبت دستی پوښتنه وکړه چه د ډموکریت څه ته وای؟ ګل خان ورته وویل کافر ته وای. نو ملا هیبت وویل ګل خانه په والله که غنی کافر بی مرګه پریږدم.
    ګل خان بیا لاړو او ځان یی داکتر غنی ته ورساوه، غنی ته یی وویل چه یره داکتر صاحب پام کوه دغه ملا ورور دیی ډیر بی سوره او بی مغزو دی، غنی دستی وویل نه ګل خانه ځما ورور خو سم سړی دی، ګل خان ورته وویل چه سم سړی وای نو نن به یی جماعت کی خلکو ته نه ویلی چه غنی کافر شویدی . غنی وویل څه څه، ګل خان ورته وویل په څه نه پوهیږم خو درته ومی ویل چه ملا بی سوره دی پام کوه.
    لنډه داچه غنی او هیبت جنګ شروع کوی. مور جانه او پلار جان( ګرانه خاوره او ملت) غږ کوی، مشر ځویه کرزی جانه راوزه دورونو(غنی او هیبت) جنګ دی چاقوان او چړی یی را اخستلی یو بل وژنی. کله چه مشر ځوی د مور او پلار ژغ اوری سمدلاسه انګریزی ټوپک راخلی او راوزی، کله چه هیبت او غنی د مشر ورور په لاس کی ټوپک ګوری، دواړه جنګ پریږی او تښتی. ملا هیبت الله غره ته خیژی او د طالیب په نوم تحریک جوړوی، او ډاکتر اشرف غنی په ځمکه او ملت حکومت جوړوی. او مشر ورور حامد کرزی په خپل کور ځانته ناست دی. مګر ګل خان هماغه پخوانی عادت نه دی پریښی دا کرت د کرزی غوږو ته د دواړو ورنو شیطانت پر مخ وړی، کرزی زړه نا زړه او متزلزله دی، فیصله نشی کولی ځکه دګل خان خبرو او لافو ترور کړای دی.
    والسلام

  3. غل دی غله ملاتړ کویۍ منافق کرزی ته غلا او چور خوند ورکړی او نه غواړی چی غله له بین څخه ولاړشی دا دی غنی مسوولیت ده چی دا غل پک کرزی په دار وزړویی

  4. د کرزي تاریخ لکه د تاریخ تېرې شوې دوا تېر دی. کرزي حق نه لري د خپل ځان او دفتر له خوا اعلامیه ورکړي. کرزی نور د اساسي قانون او نورو نافذه قوانینو له مخې صرف د معاش او ښه مصوون ژوند حق لري او نور یې ټول حقوق ختم دي .
    هیله ده نور د افغانستان د خلکو او دولت ترمنځ فاصله ایجاد نکړي .
    د سولې عالي شورا او د غړو ټاکل یې د ولسمشر قانوني صلاحیت دی . د مصالحې عالي شورا د ښاغلي ولسمشر په فرمان جوړه او ښاغلي عبدالله د دې شورا رئیس ټاکل شوی او د قانون له مخې ټول عالیرتبه مامورین یواځې د ولسمشر صلاحیت دی.
    له بلې خوا ولس په خپل منځ کې هېڅ ستونزه نه لري . ستونزه د افغانستان د دولت او طالبانو ترمنځ ده . بنا دغه دواړه لورې باید په خپل منځ کې سوله وکړي . نه ملت او دولت یا ملت او طالبان.
    پدې اساس د کرزي او عبدالله ټولې ادعاوې بې اساسه دي .

  5. دهغه وخته چه کرزی د ولسمشری نه لیری شوی ، کور یی د ارګ په بغل کی نیولی ، او یو دفتر یی جوړ کړی ، په دی دفتر کی د د یو تعداد خلکو او اشخاصو سره غونډی تر سره کوی ، او دخلکو سره په دی هکله پوښتنی وی ، چه د نورو ملکونو ولسمشران چه کله په کور کښینی نو بیا ددولت او سیاسونو په کارونو کی مداخله نه کوی او په آرامی سره خپل ژوند تیروی ، د خپل صحت حد اقل څه خیال ساتی .

    په دی بحث نه کوو چه د کومو خلکو سره ، دولتی او غیر دولتی لوړپوړو چارواکو سره داخلی او خارجی کړیو سره ، یو تعداد سیاسی او قومی تجارانو سره لیدنی او کتنی کوی . په هر صورت سوال دا هم ؤ چه ددی غیر مشروع او یا مشکوک دفتر مثبتی او منفی لاسته راوړنی څه دی ، آیا د مملکت ، ملت د وحدت په طرف کی لګیا دی او که د تفرقی په جهت کی . د نظام او دولت په حمایت کی کار کوی او که په تخریب کی ؟

    کله چه لیدل کیژی تر ډیره بریده د کرزی فعالیتونه متآسفانه د نظام او دولت د کمزوری ، تفرقی او سپکولو خواته روان دی . داسی معلومیژی چه کرزی د نظام داوسنی منتخبی او مشروع رهبری سره یو موازی لید لوری تعقیبوی ، خو دا کار دغه هیواد ته ډیره غټ زیان رسوی . اود خپلو دغه فعلیتونو مصارف هم بیرته ددغه نظام د خزانی نه غواړی ؟ البته دا نه وایو چه دا کار به حتمآ یو خارجی عامل ولری ، بلکه داسی هم کیدلای شی چه دغه کردار دده د فطرت او جنیتیک زیږنده وی . چه دا یوبل غټ بحث دی زموږ په جامعه خصوصآ سیاسیونو کی .
    دده د مصارفو په باره کی خو ملت په دی به اعتراض ونلری چه یو رئیس جمهور په کور کښینی نو لکه نورو متقاعدو مامورینو ته یو معاش تر څو چه ژوندی وی دده د کور د امرار معاش د پاره حواله وی ، مګر دا باید رښتیا هم د دولت د معاشاتو د سیسټم د معیاراتو په پام کی نیولو سره یو متعادل او متوازن معاش وی یا په بل عبارت ددولت د مامورینو د معاشاتو سره قابل مقایسه وی ، داسی نه چه د جوال خوله یی خلاصه کړی وی ، یوه روځ معاش ، بله روځ د مهمانخانی مصارف ، بله روځ یی یو دفتر جوړ کړی وی هغه هم د سیاسی او قومی تجارانو د غونډو او تمویل د پاره چه ددولت او نظام په مقابل کی یوه موازی اداره پری سمبالوی ، بله روځ د سفرونو مصارف ، همدارنګه دکور جوړولو او ترمیماماتو په نامه ، د ترانسبورت او روغنیات مصارف ، بالآخره دا نو په حقیقت کی معاش اصلآ دی نه ، دی ته د خلاصی خولی یو جوال ( بوری ) ویلای شو چه د افغانستان و خزانی ته اچول شوی .

    دغه راز پیسی چه د افغانستان د خزانی نه څوک تر لاسه کوی ، یوازی د قدرت نه په سوء استفادی سره د چور یوه معامله او تر ټـولو لوی مالی فساد بللای شو او بس . په همدی خو کرزی بسنه نه ده کړی ، په کندهار کی یی د ملی اردو په زرهاؤ جریبه ځمکه په لیلام نرخ د خپلو وروڼو په اختیار کی د شهرک د جوړولو د پاره ورکړه ، چه ورته د عینو مینه ( شهرک ) وایی چه په میلیاردونو افغانی یی د دغه جایداد د خرڅلاو په نتیجه کی تر لاسه کړی او لاهم یی تر لاسه کوی .
    همدا اوس د مالیزیا ، سودان او …..رئیس جمهوران تر دی په کم مقدارپیسو په مالی فساد دهغه ملکونو د عدلی محاکمو تر تحقیق لاندی دی . او دا طبیعی قاعده ده چه په یوه مملکت کی فساد له رآس نه قاعدی خواته نشئت کوی چه دغه دی اوس مو ږ یی په سترګو په خپل ملک او دولت کی مصداق وینو .
    د اوسنی ولسمشر د یوه مشاور د ټويټ د مخی ښاغلی کرزی په کال کی ۴۰۰ میلیونه افغانی د خپل کور د مصارفو په نامه د افغانستان د خزانی څخه تر لاسه کوی هم کرزی او هم هغه څوک او کړی چه دهغه په اجازه او موافقت دغه پیسی د افغانستان دغریب بیت المال نه وزی ، زه فکر کوم دواړه طرفه د خدای او ملت په وړاندی باید ځواب ورکړی . او په آینده کی به ضرور ددوی نه ددی هیواد د خزانی ددغسی بی رحمه چور پوښتنه کیژی .

    تر اوسه خو ملت ددغسی چور نه خبر نه ؤ ، اوس ملت شک کولای شی چه دغسی خلاص جوالونه به نور هم موجود وی ، چه د معاشاتو ، امتیازاتو ، مصارفو په نامه د یو تعدا اشخاصو په حکومت د ننه او بیرون ، شخصی او دسیاسی معاملو دفاترو په نامه ددولت د خزانی نه ډکیژی .
    بهتره ده ددولت او نظام رهبری ملت ته د یوه ځواب ورکونکی او مسؤل طرف په توګه په دی هکله د ټولو لوړ پوړو چارواکو ، وزیرانو ، والیانو ، مامورینو ، مشاورینو ، ددو دریو وظیفو لرونکو ، د سیاسی احزابو ، مشرانو ، ددفاترو ، وزیرانو ، والیانو ، د پارلمان د وکیلانو ، د عدلیی د مشرانو ، امتیازات په تفصیل سره د میډیا د لاری ملت ته په پوره صداقت وښیی ، او که چیری کوم ځای کی عدم تعادل ، او افراط وی باید چه په جدی او سریعه توګه د خزانی دغه حیف ومیل ته د پای ټکی کیښودل شی .

  6. د افغانستان ټول ولس ، خصوصا په پارلمان کې د ملت رښتینې استازي باید د ښاغلو عبدالله واحدي او یفتلي ورونو تبصرې په غور سره ولولي .
    د افغانستان د ملت د دښمنانو فعالیتونو ته هراړخیزه پاملرنه وکړي او په خپل وخت سره لازم تدابیر ونیسي . که د کرزي او د هغو د نورو دسیسه ګرو انډیوالانو مخه په خپل وخت ونه نیول شي ، بیابه وخت له وخته تېراوهېڅ ګټه به ونه لري .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب