Homeخبرونهیو شمېر طالب مشران او قوماناندان د ملابرادر پر سفر نیوکې کوي

یو شمېر طالب مشران او قوماناندان د ملابرادر پر سفر نیوکې کوي

تاند (سې شنبه، د سنبلې ۱۱) طالب سرچینې وايي، د دې ډلې د قطر د دفتر پر مشر ملاعبدالغني برادر پاکستان ته د وروستي سفر له امله نیوکي زیاتې شوي دي.

په کوټه کې د طالبانو سرچینې وایي، ملابرادر پاکستان ته له دې سره سره سفر وکړ چې د قطر د دفتر یو شمېر غړي د دې سفر مخالف وو. د پاکستان استخباراتو د قطر د دفتر ټولو مشرانو ته د الوتکی تکټونه اخیستي او لېږلي وو خو یوازې ملابرادر، ملا خیر الله خیرخواه او مولوی شهاب الدین دلاور پاکستان ته لاړل او پاتې غړو یې د پاکستان له سفره ډده وکړه .

دغه ډله طالب مشران وايي د برادر بې ضرورته او بې مصلحته سفر د پاکستان سیاسي بازار موندنه ده او پاکستان ته بیا بیا تګ راتګ د عامو افغانانو په منځ کې چې له پاکستان نه کرکه لري د طالبانو حیثیت چې پخوا لا د پاکستان د ملاتړ له امله بدنام دی، نوره هم صدمه رسوي.

د طالبانو یو پخواني وزیر وايي “ د ملا برادر په سفر باندې اکثر طالبان خفه دي، خصوصاً نظامی قومندانان د برادر دغه قسم  حرکاتو ته د شک په سترګه ګوري او د هلمند، اروزګان، فراه، وردګ، غزني، کندوز او فاریاب نظامي مشرانو دغه سفر بې ګټې بللی او د طالبانو د هغو هڅو پر خلاف یې ګنلی چې غواړي طالبان د پاکستان له منګولو خلاص کړي “.

ملا برادر د ۵ ورځو لپاره پاکستان ته سفر درلود خو نن یې د سفر نهمه ورځ ده . نوموړی په کویټه او کراچۍ کې د پاکستاني استخباراتو تر څار لاندې ملاقاتونه ترسره کوي او لا قطر ته بیرته نه دی ستون شوی.

3 COMMENTS

  1. چی مو طمعه د پاکستان له در او دروازی پریکړه همهغه ورځ ازاد یاست … ملا برادر اخند لږ خو د ملا عبید الله له له مرګه .. لږ به دی ملا منصور له نیمه بدنه او استاد یاسر نه حیا کړی وه … ملا ګونګی اخند والله که دی ملت او طالب وبښی …

  2. یره فکر نه کوم چې طالبانو کې دومره سوجت او حیا وی چې په دې سفر خفه شي

    بل دا چې ایا اشرف غني امریکا ته د سفر هیله نه لري؟
    طالب همداسې درواخله- پاکستان خو د طالب روح، زړه، فکر، عقل، خوله، څټ او مخ دی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...