پنجشنبه, سپتمبر 19, 2024
Homeخبرونهلغمان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانیستل شو

لغمان کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانیستل شو

تاند ( سه شنبه، د سنبلې ۱۱)  د لغمان والي رحمت الله یارمل وایي، چې نن یې په رسمي ډول په دې ولایت کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش مرکز پرانیست.

والي یارمل زیاتوي، چې په ياد مرکز کې به د ورځې شاوخوا ۲۵۰ کسان بایومټریک کیږي او پېژند پاڼې به ترلاسه کوي.

نوموړي دغه راز له ټولو خلکو وغوښتل، چې ژر تر ژر برېښنايي پېژندپاڼې ترلاسه کړي.

هغه وويل په دې سره به د لغمان ریښتینی نفوس ثبت او وبه کولای شي په ښه ډول د دریمې درجې امتیازات ترلاسه کړي.

يارمل وويل برېښنايي پېژندپانې د افغانستان ملي هويت دی او په خبره یې هر افغان حق لري، چې يوه ترلاسه کړي.

هغه په ټینګار سره وویل، چې ژره به په دې ولایت کې د برېښنايي پېژندپاڼو دوهم مرکز هم پرانيزي.

لغمان کې په داسې مهال د بریښنایي پيژند پاڼو مرکز پرانیستل کیږي، چې نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوله د قوانینو کمېټې د مدني فعالانو په غوښتنه په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تائید کړل.

https://taand.net/%d8%af-%d9%82%d9%88%d8%a7%d9%86%db%8c%d9%86%d9%88-%da%a9%d9%85%db%8c%d9%bc%d9%87-%d9%be%db%90%da%98%d9%86%d8%af%d9%be%d8%a7%da%bc%d9%88-%da%a9%db%90-%d8%af%db%90-%d8%af-%d9%85%d9%88%d8%b1-%d9%86/

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب