تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۱مه: د تخار امنیتي چارواکي وايي نن تر غرمې وروسته د تخار ولایت په رستاق ولسوالۍ کې یوه پوځي الوتکه رانسکوره شوې ده.
د تخار د والي ویاند جواد هجري وايي، دې چورلکې امنیتي ځواکونو ته اکمالات کول، چې ددغه ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د تخنیکي ستونزې له امله رالوېدلې ده.
د نوموړي په خبره په دې پېښه کې کوم چاته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه د نسکورې شوې نظامي الوتکې نوعیت نه دی په ډاګه شوی.
دفاع وزارت تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.