یکشنبه, سپتمبر 8, 2024
Homeخبرونهد اسدالله خالد او جاويد رسولي د يوه مياشتې معاش وګرځول شو

د اسدالله خالد او جاويد رسولي د يوه مياشتې معاش وګرځول شو

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۱۱) اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون پرېکړه کړې چې د دفاع وزارت د سرپرست اسدالله خالد او د ملي احصايې او معلوماتو ادارې د رئيس جاويد رسولي د يوې مياشتې معاش دې وګرځول شي.

د دغه کمېسيون رئيس عين‌الدين بهادري نن په کابل کې خبري غونډې ته وويل، چې د دې دوو چارواکو معاش د دفاع وزارت او احصايې او معلوماتو ملي ادارې له لوري د معلوماتو نه ورکولو په تړاو د پژواک خبري اژانس او اطلاعات روز ورځپاڼې د شکايت پر بنسټ ګرځول شوی.

د بهادري په خبره، پژواک خبري اژانس تېر کال د وخت د صنعت او سوداګرۍ وزير اجمل احمدي د پېژندپاڼې په تړاو د احصايي او معلوماتو له ملي ادارې معلومات غوښتي وو خو دې اداري معلومات نه دي ورکړي.

بهادري زياته کړه، دغه راز د اطلاعات روز ورځپاڼې له دفاع وزارت د دغه وزارت د ۸ تدارکاتي پروژو د قراردادونو په تړاو معلومات غوښتي وو، خو دې وزارت معلومات نه دي ورکړي. دغه شکايت هم يو کال مخکې اطلاعاتو ته د لاسرسي په کمېسيون کې ثبت شوی وو.

بهادري وړاندې وويل، د قانون له مخې، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون مکتوبونه او فیصلې يادو دوو بنسټونو ته لېږل شوې تر څو يادو شکايتونو ته رسېدنه وشی، خو پام ورته نه دی شوی.

د نوموړي په خبره، بالاخره اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون پرېکړه وکړه چې د دې دوو چارواکو د تلې مياشتې معاش دې وګرځول شي.

بهادري له اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې د دې اطلاعاتو د ورکړې تر څنګ دې په اوو کاري ورځو کې اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسيون ته د دې پرېکړه د عملي کېدو په تړاو ډاډ ورکړل شي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسيون رئيس خبرداری ورکړ که بيا هم د دوی پرېکړو ته درناوی ونه شي او عملي نه شي د دې کمېسيون له نورو قانونو واکونو به ګټه واخيستل شي.

بهادري زياته کړه له يو شمېر نورو ادارو هم ورته شکايتونه شوي وو خو دې ادارو اطلاعات ورکړل او د معلوماتو د غوښتونکو رضايت يې ترلاسه کړ.

بهادري وويل، يو شمېرې نورې ادارې هم شته چې له خبريالانو سره د چلند او د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې جدي ستونزې لري.

نوموړي وويل چې ډېر ژر به د دغه ادارو نوملړ خپور کړي.

خبريالان ډېری وخت شکايتونه کوي چې دولتي ادارې پر وخت معلومات نه ورکوي.

2 COMMENTS

  1. دا یوه بی ځایه پریکړه بولم۰د ملی دفاع وزیر د دشمن سره هره ګړی مصروف دی
    ایا رسنی ړندی دی دا روان جنګ نه ګوری ما عسکری وظیفه اجرا کړی
    دا رقم پوښتنی د مالی او اداری ریاستونو پوری اړه لری او د هغوی باید معلومات واخلی۰وزیر دفاع نور ضروری مسو لیتونه لری داسی وړوکی کارونه د بیکاره خلکو کار بولم۰رسنی ته معلومات اخ اخ اخ
    د کوحنیو معلوماتو راټولول دیر وخت غواړی او مخض د وخت ضایع ده۰
    د افغانستان رسنی تبلیغاتی او تجارتی بڼه لری او اوس خلک ورته هیڅ ارزشت قا نع ندی۰ځکه درواغو یی اهمیت له منځه وړی دی۰
    اکثره رسنی سیا سی قومی سمتی استخباراتی لسانی او تجارتی موخی پر مخ بیایی۰
    مننه

  2. رسنۍ کله کله د دښمن په ګټه تبلیغات کوي . د سربازانو او د ملي اردو د افسرانو مهم رازونه افشا کوي . مثلا وایی دلته ډېر کم سرتيري موجود دی ، مهمات نه لري . دا رنګه معلومات دښمن ته مورال ورکوي چې په ملی افغاني پوستو د پنجابیانو حملو ته جرئت ورکړي .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب