شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهطالبان: فرانسه او استرالیا د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې...

طالبان: فرانسه او استرالیا د افغانستان په داخلي چارو کې د لاسوهنې حق نه لري

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۱مه: د طالبانو د مذاکره کوونکي ټیم مشر شیر محمد عباس ستانکزي له فرانسې او اسټرالیا څخه وغوښتل چې د دې ډلې د بندیانو د خلاصون په تړاو د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه ونه کړي.

د بریتانیا دي تیلګراف ورځپاڼې د دوشنبې په ورځ د شیر محمد عباس ستانکزي په حواله خبر ورکړی، چې طالبان د خپلو بندیانو د خلاصون مسئله کې جدي دي او له امریکا یې غوښتي څو ددغې ډلې زندانیان خوشې کړي.

ښاغلي ستانکزي ویلي: “فرانسه او استرالیا هېڅ حق نه لري چې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه وکړي.”

د ستانکزي په خبره طالب بندیانو ښايي څو نظامي کسان وژلي وي، خو په خبره یې فرانسوي او استرالیايي ځواکونو په سلګونه افغانان وژلي دي.

نوموړي ویلي د طالب بندیانو نه خلاصون یواځې یوه بهانه ده.

هغه دا خبرې وروسته له هغه کړي چې څه موده وړاندې فرانسې او استرالیا د افغانستان له حکومت څخه وغوښتل څو د پاتې طالب بندیانو له ډلې هغه زندانیان خوشې نه کړي چې ددغه هېواد د اتباعو په وژنه کې یې لاس درلود.

د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره یو شرط د طالب بندیان خلاصون بلل شوی دی. طالبانو ویلي چې تر هغه به له حکومت سره خبرې پیل نه کړي څو یې چې ددې ډلې بندیان نه وي خوشې شوي.

په ورته وخت کې حکومت هم ویلي وو، تر هغه وخته چې طالبان کمانډو سرتيري خوشې نه کړي دوی هم پاتې ۳۲۰ تنه طالب زندانیان نه خوشې کوي، خو تېره شپه حکومت د پلچرخي او کندهار له زندان څخه ۵۵ تنه طالب بندیان خوشې کړل.

https://taand.net/%d8%b7%d8%a7%d9%84%d8%a8-%d8%a8%d9%86%d8%af%db%8c%d8%a7%d9%86-3/

دا ۵۵ بندیان د هغو ۳۸۰ بندیانو په ډله کې شامل دي چې طالبان یې د خلاصون غوښتونکي دي.

په خوشې شویو کې ځيني په اعدام هم محکوم وو.

حکومت تر اوسه د خوشې شویو بندیانو د خلاصون په هکله څه نه دي ویلي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب