شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهاقتصادي خبرونهمسولان: د ننګرهار۵۰ سلنه جلغوزي د وسایلو د نشتون له امله خرابیږي

مسولان: د ننګرهار۵۰ سلنه جلغوزي د وسایلو د نشتون له امله خرابیږي

تاند( سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رئيس انعام الله ساپی وایي، چې د دې ولایت ۵۰ سلنه د جلغوزیون حاصلات د عصري وسایلو د نشتون له امله له منځته ځي او خرابیږي.

نوموړی وایي د همدې زیان د مخنیوي په خاطر نن دوی د دې ولایت د جلغوزیو ۲۲۰ کاروباریانو ته د حاصلاتو د راټولو لپاره ځانګړي وسایل ورکړل.

د ساپي په خبره په دې سره به د ۳۰ سلنه جلغوزیو د له منځه تلو مخه ونیول شي.

د ننګرهار د کرنې رئيس وایي دوی هڅه کوي راتلونکي کال ته یې حاصلات څو برابره لوړ شي او په خبره ې اوس هم د هیواد په کچه د جلغوزیو ۳۰ سلنه تولیدات د ننګرهار له ځنګلونو ترلاسه کیږي.

د معلوماتو له مخې د دې ولایت په کوټ، هسکه مېنه، حصارک، دور بابا او یو شمیر نورو ولسوالیو کې د جلغوزیو زرګونه هکټاره ځنګلونه شتون لري خو قومي مخور وایي، چې ډیری یې خلک په غیر قانوني ډول له منځه وړي.

قومي مشران وایي که څه هم دوی په قومي تړو د ځنګلونو د ساتنې هڅه کړې خو په خبره یې لاهم ستونزې شته او حکومت باید په دې برخه کې اقدام وکړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب