شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونه"لا هم افغانستان د کورونا د پراختیا له ګواښ سره مخامخ دی"

“لا هم افغانستان د کورونا د پراختیا له ګواښ سره مخامخ دی”

تاند، سه شنبه د سنبلې ۱۱مه: ملګري ملتونه اندېښنه ښيي چې لا هم افغانستان د کورونا د پراختیا له ګواښ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره یا اوچا وایي، په افغانستان کې کورونا وبا په بشپړه توګه نه دی ختمه شوې، بلکې دغه هېواد اوس هم د یاد ویروس د پراختیا له ګواښ سره مخامخ دی.

اوچا د پاکستان او ایران پولو ته نږدې سیمې ډېرې خطرناکې بللي او ویلي یې دي، چې افغانستان ته تر ټولو لوی ګواښ له همدې ساحو متوجه کېدلی شي.

سرچینه وايي په دغو سرحدي سیمو کې خلک زیات تګ راتګ کوي او د کرونا د مخنیوی هېڅ راز وسایلو ته لاسرسی نه لري.

یاده اداره هیله مندي ښيي چې د افغانستان حکومت به وکړی شي څو ددغه ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره اغېزناک ګامونه پورته کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان دغه څرګندونې په داسې مهال کړي چې د افغانستان حکومت او روغتیايي ادارې په افغانستان کې د کورونا مثبتې پېښې مخ په کمېدو ښيي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب