Homeخبرونهد قوانینو کمیټه: پېژندپاڼو کې دې د مور نوم هم ولیکل شي

د قوانینو کمیټه: پېژندپاڼو کې دې د مور نوم هم ولیکل شي

تاند(سه شنبه، د سنبلې ۱۱) د قوانینو کمیټې د مدني فعالانو په غوښتنه په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تائید کړل.

د ولسمشر غني د دویم مرستیال رسنیز دفتر وایي، نن د یوې غونډې په ترڅ کې چې مشري یې د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش کوله د قوانینو کمېټې د مدني فعالانو په غوښتنه په پېژندپاڼو کې د مور نوم لیکل تائید کړل.

د دویم مرستیال رسنیز دفتر وایي، د یادې پرېکړې د عملي کېدو لپاره باید لومړی په کابینه او بیا د افغانستان په پارلمان کې تصویب شي.

حکومت دا پرېکړه وروسته ترهغه کوي چې ګڼو مدني فعالینو، ښځو، د حقوقو فعالو بنسټونو په پېژندپاڼو کې د مور د نوم لیکلو غوښتنه کړې وه.

1 COMMENT

  1. والله دا دې ښځې نوم او د یو یو انډیوال نوم هم که ولیکل شي ښه به وي. ځکه ډېره اړتیا ده.

    اه والله دټلېفون شمېره هم ضرور دی. زه چې ورشم ورته وایم چې زما ایمیل آډرس او د هغو پسورډ هم باید پکې واچوي. هر وخت پسورډ را نه هیر وي.!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...